د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په سوات کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" په عملیاتو کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) پر ووبپاڼه په بیان کې لیکلي دي چې امنیتي سرتېرو د اپرېل پر ۱۸مه د قانون پلي کوونکو ادارو له کارکوونکو سره ګډ عملیات وکړل چې پر مهال یې نښته وشوه.
بیان وايي، وژل شوي کسان "په سیمه کې د ترهګرۍ په بېشماره فعالیتونو کې ککړ ول."
ای اېس پي ار دا نه دي ویلي چې عملیات د سوات په کومه برخه کې شوي او په نښته کې یې د وژل شویو پېژندګلوي نه ده کړې خو هغوی یې د "خوارجو" په نوم یاد کړي دي. پوځ دا اصطلاح اکثر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.
ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.
د پاکستان پوځ وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. تر دې مخکې پوځ د اپرېل پر ۱۰مه شپې مهال په کوز دیر کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
د رپورټ په وینا، د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان کې وشوې.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
رپورټ زیاتوي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.