د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د میرلي اوسېدونکو ډرون برید کې د ماشوم وژنې ضد پرلت پای ته رسولی دی

تازه شو

د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځايي ولس وخت په وخت د ناامنۍ او په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد جرګې او مظاهرې کوي او پرلتونه وهي - انځور له ارشیفه.
د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځايي ولس وخت په وخت د ناامنۍ او په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد جرګې او مظاهرې کوي او پرلتونه وهي - انځور له ارشیفه.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځايي خلکو په ډرون بريد کې د ښوونځي د يو ماشوم د وژل کېدو پرضد احتجاجي پرلت پای ته رسولی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې امنیتي سرتېرو د اپرېل پر ۲۳مه د مشکوکو وسلوالو په نخښه لپاره د بې پیلوټه الوتکې توغندی وکاراوه چې د ابتدايي ښوونځي (پرایمري سکول) یو ماشوم ورباندې ولګېد او ووژل شو.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو لا د خلکو د دعوې او پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

احتجاجیانو د اپرېل پر ۲۴مه د میرلي په عمومي څلورلاره کې خیمې لګولې وې او سړکونه یې بند کړي ول. هغوی پر همهغه ورځ مشال راډیو ته وویل چې چارواکو په وار، وار د ولسي وګړو د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی خو پر دې سربېره یې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

د پرلت مشر او د اتمانزیو جرګې ویاند مولانا بیت الله د اپرېل پر ۲۵مه احتجاجیانو ته په وینا کې وویل چې له حکومتي چارواکو سره یې جرګه وکړه او هغوی ورته د په عملیاتو کې د ولسي وګړو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

د ده په خبره، چارواکو ورته ویلي دي چې د سیمې له مشرانو سره جرګو او خبرو ته دوام ورکوي.

بیت الله زیاته کړه چې د اپرېل پر ۳۰مه د سیمې د ټولو قبیلو مشران ورغونډوي او د راتلونکې په اړه پرېکړې کوي.

تر دې وروسته د میرلي احتجاجیانو خپل دوه ورځنی پرلت پای ته ورساوه.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وخت په وخت د مشکوکو وسلوالو پرضد د کاروایو پر مهال د ولسي وګړو د مرګژوبلې دعوې کوي.

د هغې ضلعې اوسېدونکو د اپرېل پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې هلته په تېرو ورځو کې د پوځ په ډرون حملو کې درې ولسي وګړي ژوبل شوي دي. هغوی له چارواکو وغوښتل چې د وسلوالو پر وړاندې دې په عملیاتو کې د ځايي خلکو د مرګژوبلې مخه ونیسي.

د اپرېل په پیل کې د میرلي اوسېدونکو په ډرون حملو کې د دوو ولسي وګړو د وژل کېدو او د څلورو کسانو د ژوبلېدو پر ضد احتجاجي ناسته هم کړې وه چې بیا یې د حکومتي چارواکو په ډاډ ختمه کړه.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم هغه مهال مشال راډیو ته وویل چې له پرلتوالو سره یې جرګه وکړه، هغوی ته په عملیاتو کې د ولس خوندیتوب ته د پام کولو ډاډ ورکړ او په خبرو کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکې کې به "حکومت او ولس په شریکه" د امنیت لپاره کار کوي.

د هغه پرلت مشرانو او انتظامي چارواکو دا هم ویلي ول یوه کمېټي جوړوي چې د ټول شمالي وزیرستان د خلکو غوښتنو او ستونزو په اړه له چارواکو سره خبرې کوي.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي او زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

XS
SM
MD
LG