د خیبر پښتونخوا شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو تر اعلان وروسته هغه احتجاج پای ته رسولی چې روانه میاشت یې د بکاخېل کډوالو کېمپ مخې ته پیل کړی وو.
د طبعي ناورینونو د نظم صوبایي ادارې (پي ډي اېم اې) مشر اسفندیار خټک د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د شمالي وزیرستان د کډوالو لپاره ۷۲ کروړه روپۍ منظورې کړې دي.
د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ مشال راډیو ته ويلي چې دا فنډونه د ۱۸،۰۰۰ راجسټر شویو کورنیو لپاره جاري شوي او د سیم کارډونو له لارې به خلکو ته د مرستې دوه قسطونه ورکړل شي.
هغه وویل "چې کوم راجسټر کډوال دي او تر اوسه واپس نه دي تللي، حکومت ورسره میاشت په میاشت مالي مرستې کوي. اوس دوی ته د دوو میاشتو پیسې پر یو ځای ورکوو. د دوی نور بقایا جات هم شته. چې کله له خزانې پیسې راشي، نو هغه به هم دوی ته ورکړل شي."
حکومت دا مرستې تر هغه وروسته منظورې کړې چې کډوالو د احتجاج په توګه د بکاخېل کډوالو کیمپ مخې ته سړک د احتجاج په توګه وتاړه. دوی ویل چې حکومت ورته د څلورو میاشتو راهیسې مرستې نه دې ورکړي.
د شمالي وزیرستان کډوالو تر دې وړاندې د میاشتنیو مرستو د ځنډېدو خلاف په روانه میاشت کې په بکاخېلو کې تر یوې اونۍ پورې احتجاج هم کړی وو، چې د ډېسېمبر پر ۱۸مه يې تر حکومتي ډاډګیرنې وروسته ختم کړ.
د کډوالو د کمېټۍ مشر ملک رحمت غلام د ډېسمېبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د بې کوره خلکو د ستنېدو لړۍ هم ژر پیل کړي او د ړنګو کورونو تاوان دې هم ورته ورکړي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د يوشمېر د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.
له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.
په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي، چې لسګونه زره کسان جوړېږي، لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.
د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان هرې بې کوره شوې کورنۍ ته هره میاشت ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او په عملیاتو کې یې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو د تاوان ورکولو ژمنه هم کړې وه.
په خیبر پښتونخوا کې د ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه له هغوی سره څه باندې ۱۷،۰۰۰ کورنۍ ثبت دي او کله، کله د پیسو د کمښت له وجې مرستې ځنډېږي.
اداره وایي چې حکومت هره میاشت له بې کوره شویو سره د نقدي مرستو لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کوي، او هرې کورنۍ ته د موبایل ټېلېفون د سېم کارډونو له لارې پیسې لېږدوي.
چارواکي وایي چې د بې کوره شویو کډوالو سیمې لا هم له وسلوالو نه دې پاکې شوې خو چارې په چټکۍ روانې دي. دوی وایي چې سیمې پاکې شي نو بيا به د کډوالو ستنېدل پیل شي او د نقدي مرستو قسطونه به هم ژر ورکړي.