د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د دوو ګاډو ترمینځ په ټکر کې ۹ تنه وژل شوي، ۲ ژوبل دي


دا انځور د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر درېیمه له کوټې سره نېږدې د ټرافیکي پېښې ښکار شوي بس دی.
دا انځور د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر درېیمه له کوټې سره نېږدې د ټرافیکي پېښې ښکار شوي بس دی.

په بلوچستان کې د مساپر لېږدوونکي بس او پېک اپ ګاډو ترمینځ په ټکر کې نهه تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په بیان کې ویلي، پېښه د اګست پر ۲۲مه سهار مهال کراچۍ ته په څېرمه وړوکي ښار اوتل کې شوې ده.

بیان وايي، مساپر لېږدوونکی بس له کوټې څخه د کراچۍ پر لوري روان وو چې له کراچۍ څخه د خضدار پر لوري له روان پېک اپ ګاډي سره وجنګېد.

بیان زیاتوي چې ژوبل کسان یې د کراچۍ روغتون ته لېږدولي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د بلوچستان حکومت په بیان کې د پېښې د پلټنو امر کړی دی.

د کراچۍ او کوټې ترمینځ پر سړک اکثر ټرافیکي پېښې کېږي او ځايي خلک یې د "قاتل یا خوني سړک" په نوم یادوي.

د سیمې خلک وخت په وخت د هغه ۸۰۰ کېلومیټره اوږد سړک د دوه رویه کولو غوښتنه کوي او د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ کې یې د پراخولو او دوه رویه کولو پرانیسته شوې وه خو هغه پروژه د ځنډ ښکار ده.

د بلوچستان ترڅنګ د پاکستان په نورو برخو کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

د همدې له کبله د پاکستان په مختلفو برخو کې ټرافیکي پېښې وخت په وخت خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.

د جولای پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په منځنۍ کورمه کې یو مساپر لېږدوونکی ګاډی ژورې کندې ته پرېوت چې پکې اووه تنه ووژل او شپږ ژوبل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې، په بونېر کې کندې ته د یو ګاډي پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي ووژل او اووه ژوبل شول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG