د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو مشر وايي د اوکراین د شخړې د هواري لپاره هر اړخیزو خبرو ته اړتیا ده


د ناټو مشر مارک رته د نومبر پر ۲۴مه د مشال راډيو له مرکزي څانګې سره د مرکې پر مهال.
د ناټو مشر مارک رته د نومبر پر ۲۴مه د مشال راډيو له مرکزي څانګې سره د مرکې پر مهال.

د ناټو مشر مارک رته وايي چې د اوکراین د شخړې د هواري لپاره هر اړخیزو خبرو ته اړتیا ده.

نوموړي د نومبر پر ۲۴مه په برسلز کې د مشال راډيو مرکزي څانګې ته د مرکې پر مهال زياته کړه چې د امریکا د سولې وړاندیز، پر اوکراین د روسیې د جګړې ختمولو لپاره کییف او واشنګټن له یو بل سره نېږدې کړي دي.

د نوموړي په وینا، تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته پر اوکراین د روسیې يرغل تر ټولو لويه او خونړۍ شخړه ده.

مارک رته د اوکراین د جګړې ختمولو لپاره د امریکا د ۲۸ مادیزه پلان په اړه د ناټو رول روښانه کړ. هغه په جېنېوا کې د امریکا او اوکراین ترمینځ د تېرې اونۍ په پای کې ترسره شوي مذاکرات بريالي وبلل.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي د نومبر پر ۲۴مه ناوخته په یو بیان کې وويل چې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره به پر حساسو مسایلو خبرې وکړي.

نوموړی وايي، اوس د سولې په وړانديز شوي پلان کې د ۲۸ مادو پر ځای لږې مادې شاملې دي او اروپا پکې مهمې نکتې شاملې کړې دي.

د زېلېنسکي په وینا، پر ځینو حساسو مسایلو به له ولسمشر ټرمپ سره په خپله خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG