د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د توشه خانې قضیه کې د عمران خان سزا ځنډولې ده


عمران خان او بشرا بي پی عدالت ته د حاضرېدو پر مهال- پخوانی انځور
عمران خان او بشرا بي پی عدالت ته د حاضرېدو پر مهال- پخوانی انځور

اسلام اباد هايي کورټ د توشه خانې په مقدمه کې د پخواني وزيراعظم او د تحريک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان سزا ځنډولې ده او د هغه له زندانه د خوشې کولو امر یې کړی دی.

اسلام اباد هايي کورټ دا حکم د هغې سزا پر خلاف د عمران خان او د هغه د ميرمنې بشرا بي بي د درخواست اوريدنې په مهال د اپريل په لومړۍ نيټه وکړو.

اورېدنه د اسلام اباد هايي کورټ چيف جسټس عامر فاروق په مشرۍ کې دوه کسيز بنچ (جرګګۍ) وکړه.

د عمران خان او د هغه د مېرمنې وکيل علي ظفر د ورکړل شوې سزا د ځنډولو په اړه دليلونه عدالت ته وړاندې کړل. د احتساب ادارې وکيل هم په عدالت کې موجود وو.

د دواړو خواوو د وکيلانو دليلونو تر اورېدلو وروسته، عدالت عمران خان او د هغه مېرمن ته ورکړل شوې سزا د معطل کولو امر وکړ.

د پاکستان د احتساب عدالت د جنورۍ پر ۳۱مه، عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې د ۱۴، ۱۴ کلونو د بند سزا اورولې وه.

پر عمران خان او د هغه پر مېرمن بشرا بي بي د احتساب ملي ادارې (نیب) د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې په هغه عدالت کې مقدمه دایره کړې وه او ویلي یې ول چې هغوی په خپلو شتمنیو کې له بهرنیو هېوادونو او چارواکو د ترلاسه کړو ډالیو تفصیل نه دی ورکړی.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي.

د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

احتساب عدالت د مقدمې د پرېکړې د اورولو پر مهال تر ۱۰ کالو پورې عمران خان د اولسي څوکۍ لپاره نااهل هم ګرځولې وو او پر هغه او مېرمن دواړو يې يو ارب ۵۷ کروړه کلدارې جرمانه هم لګولې وه.

تر دې یوه ورځ مخکې د جنورۍ پر ۳۰مه یو ځانګړي عدالت خان او د هغه د ګوند بل مخکښ مشر او د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي ته د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې د ۱۰، ۱۰ کلونو د بند سزا واوروله.

عمران خان دا مهال د دولتي رازونو افشا کولو او د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې د اډیالې په زندان کې بندي دی.

د هغه د خوشې کولو لپاره تحریک انصاف ګوند وخت په وخت احتجاجونه کړي دي.

خان، بشرا بي بي او قریشي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او ټولې مقدمې سیاسي بولي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG