د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راولپېنډۍ پولیسو عمران خان په بله قضیه کې نیولی دی


عمران خان په لاهور کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
عمران خان په لاهور کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د راولپېنډۍ پولیسو د تحریک انصاف بنسټګر او پخوانی وزیراعظم عمران خان په یوه بله قضیه کې نیولی دی.

پولیسو دا اقدام تر هغې څو ساعته وروسته وکړ چې اسلام اباد های کورټ د نومبر پر ۲۰مه د توشه خانې په دویمه قضیه کې د خان ضمانت منظور کړ او و یې ویل چې که پر ضد یې بله قضیه نه وي دایره شوې نو له زندانه دې خوشې شي.

د پاکستان رسنۍ وايي چې پولیسو د تحریک انصاف زنداني بنسټګر د راولپېنډۍ د نوي ټاون تاڼې په قضیه کې نیولی چې پکې پر نوموړي د قانون پلي کوونکو ادارو پر وړاندې د مقاومت، ودانیو ته د زیان رسولو او ورته د اور اچولو او نورو اړوندو تورونو په ګډون د ترهګرۍ دفعې هم شاملې دي.

د توشه خانې په دویمه قضیه کې پر خان او د هغې پر ښځې بشرا بي بي تور دی چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې.

اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۲۳مه په هغه قضیه کې د بشرا بي بي ضمانت ومانه او هغه تر شاوخوا نهه میاشتني بند وروسته خوشې شوه.

پر عمران خان او د هغه پر مېرمن بشرا بي بي د احتساب ملي ادارې (نیب) د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې د توشه خانې مقدمه دایره کړې وه او ویلي یې ول چې هغوی په خپلو شتمنیو کې له بهرنیو هېوادونو او چارواکو د ترلاسه کړو ډالیو تفصیل نه دی ورکړی.

د احتساب عدالت د روان کال د جنورۍ پر ۳۱مه د توشه خانې په هغه قضیه کې هغې او عمران خان ته د ۱۴، ۱۴ کلونو بند سزا واوروله چې وروسته اسلام اباد های کورټ وځنډوله خو نوموړې وروسته د توشه خانې په دویمه قضیه کې تورنه شوه.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي.

د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

خان او بشرا بي بي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او ټولې مقدمې سیاسي بولي.

د پاکستان تحریک انصاف مخکښو مشرانو او پلویانو په تېر څه باندې یو نیم کال کې له زندانونو څخه د خپل رهبر عمران خان او د هغه د ښځې بشرا بي بي په ګډون د ګوند د نورو مشرانو د خوشې کولو لپاره پراخې مظاهرې کړې دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG