د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
د پوځ عامه اړیکو ادارې( ای ایس پي ار ) د فبرورۍ پر ۱۸مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۱۷مه په سره راغه (سره روغه هم بلل کېږي) کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات وکړل او هلته یې مشکوک وسلوال ووژل.
د پاکستان پوځ په هغه پېښه کې وژل شوي ټول کسان "خوارج" بللي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.
ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
پوځ تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۲مه او ۱۳مه د خیبر پښتونخوا په څلورو ضلعو کې د ۱۳ او د فبرورۍ پر نهمه یې په کرک کې د پینځو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.
د پاکستان څېړنیزې ادارې وايي، په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ناامني په بېساري ډول زیاته شوې ده. په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپالانو په ګډون بېلابېلې وسلوالې ډلې فعالې دي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې یې په حملو کې ګڼ پولیس، پوځیان او امنیتي سرتېري وژلي دي.
خو د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پوخ هوډ لري او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي دي چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.