د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په میرلي کې یو ځايي وګړی وژلی دی


پولیس وايي برید د میرلي په حیدرخېلو کې شوی.
پولیس وايي برید د میرلي په حیدرخېلو کې شوی.

پولیس وايي، وسلوالو د شمالي وزیرستان په میرلي کې یو ځايي وګړی وژلی دی.

د میرلي تاڼې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اپرېل پر ۱۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو رافد خان په خپل کلي حیدرخېلو کې وویشت او وتښتېدل.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس وايي چې مقدمه یې دایره کړې او پلټنې کوي.

له تازه پېښې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي حملو شمېر ۱۰ ته رسېدلی.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونه بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي وژل شوي دي.

د اپرېل پر اتمه په ضلعي مرکز میرامشا کې وسلوالو یو ځايي وګړی وواژه. تر دې یوه ورځ مخکې هم وسلوالو په هغه ښار کې په برید کې د یو قوماندان ګلاب خان په ګډون درې پخواني حکومت پلوي وسلوال ووژل شول. د هغو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.

په ۲۰۲۴ز کال په شمالي وزيرستان کې ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼو ولسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او د سرکاري ادارو غړو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه. د زیاتره حملو ذمه واري هم څوک نه مني.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي.

د پاکستان حکومت هم په بیا بیا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې هوډ ښوولی دی او وايي چې په دې لړ کې یې د وسلوالو ډلو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG