تېر کال په ډېسېمبر کې په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي چارو د جنرال ایګور کیرېلوف وژنه د نړیوالو رسنیو د سر خبر وو. د هغه د وژنې ذمه واري د اوکراین د استخباراتو عمومي ادارې سرچینو منلې وه. خو چارواکو یې تر دې نهه میاشتې مخکې په مرمۍ د لګېدو او په روغتون کې د بسترېدو خبر عام نه کړ.
د هغه د ویشتل کېدو په اړه معلومات په هغو افشا شویو روغتیايي اسنادو کې شامل دي چې د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ترلاسه کړي دي.
هغه اسناد په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې د روسیو سرتېرو د مرګژوبلې بېساري ارقام ښکاره کوي. په اوکراین کې جګړه له دویم نړیوال جنګ راهیسې په اروپا کې تر ټولو اوږده او خونړۍ هغه بلل کېږي.
کیرېلوف د روسیې په یو لوی پوځي روغتون کې تر څه باندې یوې میاشتې پورې بستر وو. د روسیې له پوځه اوښتي یو سرتېري مشال راډیو ته د دفاع وزارت اسناد ورکړي چې پکې د شاوخوا ۱۶۶،۰۰۰ سرتېرو په اړه معلومات خوندي دي.
هغه اسناد د ۲۰۲۲ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۴ز کال د جون تر نیمايي پورې د سرتېرو په روغتونونو کې د بسترېدو معلومات په ډاګه کوي. په هغو کې لوړپوړي جنرالان، سرتېري او له لږ تر لږه ۱۰ هېوادونو څخه شخصي کرايي یا اجیر عسکر شامل دي. البته اسناد د تېرو اتو میاشتو، چې پر مهال یې سختې خونړۍ جګړې وشوې، حال نه بیانوي.
غربي اټکلونه ښيي چې په جنګ کې د اوکراین او روسیې دواړو تر یو مېلیون زیات کسان وژل شوي او ژوبل دي. د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د ۲۰۲۵ز کال په فبرورۍ کې وویل چې په جګړه کې یې لږ تر لږه ۴۶،۰۰۰ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۳۸۰،۰۰۰ ټپیان دي. خو پوهان دا ارقام له اصلي شمېره کم بولي.
د غربي اټکلونو له مخې، د تېر کال تر ډېسېمبره د روسیې تر ۷۰۰،۰۰۰ زیات سرتېري وژل شوي یا ژوبل شوي ول.
د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال مرکز وايي، په جګړه کې لږ تر لږه ۱۷۲،۰۰۰ روسي سرتېري وژل شوي او ۶۱۱،۰۰۰ ژوبل شوي دي چې ورڅخه تر نیمايي زیات دومره سخت ټپي شوي ول چې بیا به د جګړې ډګر ته ستانه نه شي.
له هغو څخه یې پام وړ شمېر کسان پوځي روغتونونو ته لېږدول شوي ول چې اسناد یې د دفاع وزارت د پوځي طبي چارو په عمومي ریاست کې پراته دي. دا هغه ریاست دی چې په ټول هېواد کې د لسګونه روغتونونو او زرګونو کارکوونکو چارې څاري.
د روسیې یو سرساتنمن الېکسي ژېلیایېف، چې پخوا د جګړې له ډګره د پوځیانو د ایستلو د یو ټولي مشر وو، هغه اسناد د مشال راډیو خبرونو مرکزي څانګې ته ورکړي دي. نوموړي پوځ پرېښی دی او اوس په فرانسه کې اوسي او هلته د سیاسي پناه د ترلاسه کولو په تکل دی.
د مشال راډیو خبریالانو هغه اسناد لیدلي او شننه یې کړې چې پکې د ۱۶۵،۵۸۴ پوځیانو نومونه، رتبې، په روغتون کې د بسترېدو او ورڅخه د فارغېدو نېټې، د درملنې ځای او د ټپونو او د هغوی د خدمت یا کار د ټولیو په اړه معلومات شامل دي. په اسنادو کې یوازې د پوځي ټولیو نه بلکې د پخوانۍ واګنر ملېشې او د پوځي استخباراتو ادارې د کارکوونکو او سرتېرو په اړه هم معلومات شته.
مشال راډیو له هغو اسنادو څخه تکراري معلومات لیرې کړل او د کره والي لپاره یې له هغو اسنادو او معلوماتو سره مقایسه یا پرتله کړل چې وار له مخه په خبرونو کې راغلي او پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي دي.
د ساري په ډول، روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ز کال په مې کې د مسکو پوځي روغتون ته د ژوبلو سرتېرو پوښتنې ته ورغی. تاس خبري اژانس هغه مهال انځورونه خپاره کړي ول چې پکې پوتین له دوو سرتېرو سره ښکاري. له هغو څخه یې د یو سرتېري معلومات په هغو اسنادو کې دي چې مشال راډیو ترلاسه کړي دي.
مشال راډیو په اسنادو کې له شاملو یوشمېر کسانو سره د هغوی د ټولنیزو شبکو د حسابونو یا پاڼو له لارې رابطه وکړه. له هغو څخه یې یوازې یو کس، چې چینایی وګړی دی، تایید کړه چې د اوکراین پرضد د روسیې په جګړه کې شامل وو خو نور معلومات یې را نه کړل.
په اسنادو کې ښايي هغه سرتېري شامل نه وي چې د جګړې په میدان کې ژوبل شوي، هم هلته یې درملنه شوې او بیا جګړې ته ستانه شوي دي. په دې کې یوازې د هغو کسانو معلومات شامل دي چې په پوځي روغتونونو کې بستر ول. د مثال په توګه، جنرال کیرېلوف په ادوم یا پتون په مرمۍ تر لګېدو وروسته د ۲۰۲۴ز کال د مارچ پر درېیمه د مسکو په عمومي پوځي روغتون کې بستر شوی وو او پینځه اونۍ وروسته فارغ شو.
دا لا روښانه نه ده چې هغه چېرې او کله ژوبل شوی وو او د روسیې د دفاع وزارت یې په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
په اسنادو کې د روسیې ترڅنګ، له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د هغه هېواد تر اشغال لاندې د کریمیا او د مسکو د نېږدې ملګري بېلاروس د یو څو پوځي روغتونونو معلومات هم شامل دي.
په اسنادو کې له ورکړیو ارقامو ښکاري چې په جګړه کې تر ۲،۲۰۰ زیات سرتېري "سخت" ټپي شوي، تر ۵۸،۶۰۰ زیات پوځیانو تر یو حده ژور یا "معتدل" ټپونه لرل او تر ۸۰،۲۰۰ زیات سرتېري "برسېرن" ژوبل شوي ول.
د روسیې د پوځ طبي چارو ریاست مشر دېمېتري ترېشکېن د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې ویلي ول چې ۹۷ سلنه ژوبل سرتېري به بیا د جګړې ډګر ته ستنېږي.
پخوانی روسی سرتېری الېکسي ژېلیایېف دا اټکل تر یو بریده مبالغه بولي خو وايي چې که یو سرتېری کوم کلېنېک یا روغتون ته "ژوندی ولېږدول شي نو ډېر امکان دی چې هغه به ژوندی پاتې شي."
البته هغه د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ته وویل چې هغه کسان چې په جګړه کې یې پښه یا لاس غوڅ شوی، بیا د جنګ میدان ته نه شي تللای. په اسنادو کې د ۳،۲۰۰ سرتېرو ذکر شوی دی چې لاس، بازو، پښه یا د لاس یا پښې ګوتې یې پرې شوې دي.
اسناد ښيي چې ولادیمیر ګولسکي هغه ۱۹ کلن سرتېری دی چې د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې ژوبل شوی وو او چپه پښه یې غوڅه شوې ده. اووه میاشتې وروسته د هغه مور پر ټولنیزې شبکې ادناکلاسنیکي له هغه سره ګډ انځور خپور کړ چې ورسره یې لیکلي: "ما مې د زوی انتظار کاوه."
موږ نوموړې ته پیغام واستاوه، خو هغې ځواب را نه کړ.
ژېلیایېف دا هم وايي چې د جګړې په ډګر کې طبي کارکوونکي د سرتېرو د ژوبلېدو حالت او د ټپونو شدت سم لیکي، خو په لویو روغتونونو کې کارکوونکي تر فشار لاندې وي او هغوی بیا د سرتېرو روغتیايي وضعیت له اصله کم ښيي.
دی وايي، له دې لارې بیا حکومت کولای شي چې هغه سرتېري ژر د جګړې ډګر ته ستانه کړي او د ورکول کېدونکې بیمې پیسې کمې کړي.