د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ بورډ د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو د کلنیو ازموینو نتیجې اعلان کړې دي


د لوړو مقامونو ګټونکي زده کوونکي د کواټ بورډ او تعلیم وزارت له چارواکو سره - د اګست ۳۰مې انځور.
د لوړو مقامونو ګټونکي زده کوونکي د کواټ بورډ او تعلیم وزارت له چارواکو سره - د اګست ۳۰مې انځور.

د کواټ (کوهاټ) د ثانوي او اعلا ثانوي تعلیمي چارو ادارې (بورډ اف انټرمېډییټ اېنډ سېکنډري اېجوکېشن) د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو د کلنیو ازموینو نتیجې اعلان کړې دي.

د بورډ چارواکو د اګست پر ۳۰مه د پایلو اعلان او د لوړو مقامونو (پوزیشنونو) اخیستونکو زده کوونکو ته د انعامونو ورکولو لپاره د کواټ د ساینس او ټېکنالوژۍ پوهنتون په افتخار اډېټورییم (تالار) کې غونډه جوړه کړې وه.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزارت سېکرټر خالد خان د لومړیو درې مقامونو ترلاسه کوونکو ته نغد انعامونه ورکړل.

د بورډ کنټرولر وویل ملک مقصود وویل، سږ کال د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو ۶۳،۵۰۸ زده کوونکو امتحان ورکړ چې ورڅخه یې ۲۷،۷۰۷ شاګردان بریالي شول. په دې توګه د بریالیو زده کوونکو شمېر د تېر کال په نسبت یو څه کم وو.

د کواټ بورډ مشر محمد امتیاز ایوب د نتیجو اعلانولو پر مهال غونډې ته په وینا کې وویل، سږ کال یې د نقل مخنیوي لپاره کوټلي اقدامات کړي ول.

د پایلو له مخې، په ساینسي مضامینو کې د کواټ کیډېټ کالج احمد علي له ۱،۲۰۰ څخه د ۱،۱۵۹ نمبرو په ترلاسه کولو لومړی مقام ګټلی.

دویم مقام د کیډېټ کالج بل زده کوونکي محمد اریب او د کرک د شخصي تعلیمي ادارې چوکاره ساینس سکول او کالج احمد صهېب ترلاسه کړ. دواړو زده کوونکو ۱،۱۳۴ نمبرې اخیستې دي.

درېیم مقام د کواټ د شخصي تعلیمي ادارې اقرا پبلک سکول او کالج مایدې اعجاز ګټلی. نوموړې ۱،۱۲۷ نمبرې ترلاسه کړې دي.

په پاکستان کې له نهم ټولګي څخه تر ۱۲ پورې د ثانوي او اعلا ثانوي تعلیم بورډونه له زده کوونکو څخه امتحانونه اخلي چې نتیجې یې د زده کوونکو د لوړ تعلیم لپاره خورا مهمې وي.

په خیبر پښتونخوا کې له نهمه تر ۱۲م ټولګي پورې د امتحانونو لپاره ټول اته بورډونه دي.

د کواټ ثانوي او اعلا ثانوي تعلیمي بورډ د کواټ، هنګو، اورکزیو، کورمې، کرک او ادمخېلو درې د ښوونځیو او کالجونو د زده کوونکو د ازموینو او نورو چارو مسوول دی.

XS
SM
MD
LG