د خيبر پښتونخوا حکومت د یو فرمان په خپرولو د پهاړپور په نوم نوې ضلع (ولسوالي) جوړه کړې ده.
د پاکستان دولتي خبري اژانس (اې پي پي) د نومبر پر ۲۶مه راپور ورکړی دی چې نوې ضلع پخوا د ډېره اسماعيل خان انتظامي برخه وه چې اوس به یې پهاړپور او پنیالۍ دوه تحصیلونه وي.
د خبر له مخې، د نوې ضلعې جوړېدو منظوري د اکتوبر پر دويمه نېټه د پخواني اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ کابینې په خپله غونډه کې ورکړې وه.
له دې سره په خيبر پښتونخوا کې د ضلعو شمېر ۳۵ ته ورسېد. په خیبر پښتونخوا کې اته ډېوېژنونه دي چې پکې تر ټول لوی ملاکنډ او هزاره دي چې اته، اته ضلعې لري او تر ټولو وړوکی مردان دی چې پکې دوه ضلعې لري.