د خیبر پښتونخوا د کرک پولیسو د عملیاتو پر مهال په نښته کې د وسلوالو د یو "مهم قومندان" د وژلو دعوه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو د عامه اړیکو څانګې د نومبر پر شپږمه شپې شاوخوا دوه بجې په بیان کې ویلي دي چې حکیم نثار د نومبر پر پینځمه شپې مهال د کرک په امبېري کلا کې له پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) له سرتېرو سره د "څلور ساعته نښتې" پر مهال ووژل شو.
بیان وايي، په نښته کې د پولیسو او سي ټي ډي درې سرتېري هم ژوبل شوي چې نېږدي روغتون ته یې لېږدولي دي.
بیان وايي، نثار د یوې "وسلوالې ډلې مشر" وو او په صوبه کې په "ترهګرۍ" او په نورو فعالیتونو کې ککړ وو. البته پولیسو دا نه دي ویلي چې هغه د کومې ډلې غړی وو.
تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پولیسو دعوه نه شي تاییدولای.
له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د بنو او شمالي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو او سرتېرو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا په ګډون صوبايي او وفاقي حکومتونه او پوځ هم وخت په وخت په هدفي عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.
رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.