د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلع کې په يوه چاودنه کې د یو تاڼېدار په ګډون درې پولیس ټپي شوي دي.
د هنګو د پوليسو يو چارواکي عبدالصمد خان رسنيو ته ويلي چې د نومبر پر دویمه په دوابه سیمه کې د پولیسو قافله روانه وه چې د سړک تر غاړې د ښخ رېموټ کنټرول بمي برید ښکار شوه. د ده په وینا، په پېښه کې یو تاڼېدار او دوه سرتېري ژوبل شول.
دی وايي، پولیس چارواکي په کربوغې کې د امن کمېټۍ تر یوې غونډې وروسته دوابې ته روان ول چې د چاودنې ښکار شول.
د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د هنګو په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې او وسلوال بریدونه زیات شوي دي.
د اکتوبر پر ۲۴مه هم په هنګو کې د پوليسو پر یوې امنیتي پوستې په بمي برید کې د یو افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي ول.
په عین حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د وسلوالو پرضد مبارزې ته ژمن دي او وخت په وخت په هدفي عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.
رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.