د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره وايي، که طالبان د نړیوالې ټولنې ملاتړ او مشروعیت غواړي نو باید له خپلو خلکو سره اړیکې ښې کړي.
کرن ډیکر د نومبر پر ۲۵مه په دوحه کې له خبريالانو سره په خبرو کې زياته کړه، د افغانستان له واکمنو سره بله هېڅ لار نشته مګر دا چې له خپلو ګاونډيانو سره خبرې وکړي او د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.
ډيکر د افغان طالبانو د نویو قوانینو په اړه هم اندېښنه وښوده او و یې ویل چې په افغانستان کې د عامو خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د ژوند فضا محدوده شوې ده.
افغان طالبانو د افغانستان لپاره د امريکا د شارژدافیرې څرګندونو ته تر اوسه ځواب نه دی ويلی، خو مخکې يې ويلي ول چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د هېواد ټولو قشرونو ته حقونه ورکوي.