د خیبر پښتونخوا په کواټ (کوهاټ) کې وسلوالو د ځنګل خېلو سیمې پخوانی ناظم وژلی دی.
د کواټ د ځنګل خېلو تاڼې په لومړني پلټنیز راپور (اېف ای ار) کې، چې مشال راډیو ترلاسه کړی، ویلي چې میر زمان شینواری د اګست پر ۱۹مه په منصور خېلو کې له خپل کور سره نېږدې د یو دوکان مخې ته ولاړ وو چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او وتښتېدل.
راپور وايي، نوموړی په ژوبل حالت کې روغتون ته ولېږدول شو، خو هلته یې سا ورکړه.
تر اوسه معلومه نه ده چې شینواری چا او ولې وژلی، خو د ضلعي پولیسو مشر ډاکتر زاهد الله رسنیو ته ویلي دي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
میر زمان شینواری د پاکستان مسلم لیګ (ن) د ضلعي کابینې غړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۶مه شپې مهال وسلوالو د ښار په رېګي شینوخېلو کې د تانده ډیم له سیله کور ته پر لاره اووه ملګري ووژل.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.
د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.