د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ږلۍ او سېلابونو له وجې د وژل شویو شمېر ۳۶ ته رسېدلی


د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې تازه بارانونو او سېلابونو لسګونه کورونه هم زیانمن کړي دي - پخوانی انځور
د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې تازه بارانونو او سېلابونو لسګونه کورونه هم زیانمن کړي دي - پخوانی انځور

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې ویلي چې د افغانستان په درې ولایتونو کې د وروستیو سختو بارانونو او ږلۍ او سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی.

د ادارې ویاند عبدالله جان سایق د فبرورۍ پر ۲۶مه د ادارې پر رسمي اېکسپاڼه (پخواني ټوېټر) په ويډيويي بیان کې ويلي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ږلۍ، بارانونو او سېلابونو ۳۶ کسان وژلي، ۴۰ يې ټپیان کړي او ۲۴۰ کورونه بشپړ ړنګ او ۶۱ په جزوي توګه زیانمن شوي دي.

په فراه ولايت کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې تر دې یوه ورځ مخکې ويلي ول چې په پشتکوه ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان مړه او پينځه ژوبل شوي دي.

خو په سیمه کې ځینو نورو سرچینو مشال راډیو ته ويلی ول چې په فراه کې د سېلابونو له کبله د وژل شویو شمېر له ۲۳ تنو اوښتی او ځینې کسان ورک هم دي.

بلخوا د کندهار ولايت چارواکو هم ويلي ول چې د فبرورۍ پر ۲۵مه د کندهار ښار په پينځمه ناحیه کې د ناڅاپي سېلاب له کبله درې نجونه مړې شوې دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي ول چې په کندهار کې د یوې بلې کوچنۍ ماشومې سېل وړی جسد هم موندل شوی دی. داراز چارواکو د کندهار په اوومه ناحیه کې د یو کور د چت د نړېدو په پېښه کې د څلورو تنو مړینه تایید کړې ده.

د فراه او کندهار ترڅنګ په هېلمند، بادغیس او نورو سیمو کې هم ږلۍ، پرله پسې بارانونو او په ځینو سیمو کې توپان او سېلابونو يوشمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په ۲۰۲۴ز کال کې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي ناورینونو سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ۲۰۲۴ز کال د اګست په پیل کې ویلي ول چې په افغانستان کې پروسږنیو بارانونو او سېلابونو تر ۸۳،۰۰۰ زیات کسان اغېزمن کړي ول.

ملګري ملتونه او څېړنیزې ادارې په افغانستان کې د هغو ناورینونو لوی لامل د اب و هوا بدلون بولي.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې د اب و هوا بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG