د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ ډیورند کرښې ته نژدې نښتې شوې دي


ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان د خوست سرحدي سيمه ـ پخوانی انځور.
ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان د خوست سرحدي سيمه ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د حکومت چارواکي وایي، د خوست ولایت د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ اړوند ډیورند کرښې ته نږدې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه شوې چې د ۲۸م ډېسېمبر د سهار تر اوو بجو يې دوام وکړ.

د خوست ولایت حکومتي سرچینې د یادې جګړې پخلی کوي او وايي، دا برید د پکتیکا د برمل پر ولسوالۍ د پاکستان د جنګي الوتکو د بریدونو او افغان لورته د اوښتو ملکي تلفاتو په غچ کې ترسره شوی دی.

یادې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، په دې جګړه کې له درنو وسلو کار اخیستل شوی، خو افغان لوري ته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی او له سهار راهیسې جګړه دریدلې ده.

خو د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې په هغه ځای کې تر اوسه هم جګړه روانه ده او د پاکستان له لوري د هاوان د یوې ګولې د لګیدلو له کبله لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

بل پلو په کورمه کې د خرلاڅو سیمې یو مشر سید مبین حسین د دسمبر پر ۲مه مشال راډیو وویل، "نن سهار شاوخوا شپږ بجې له پولې اخوا د وسله وال طالبانو لخوا په مقبلو کې د انزرګي او کرشه پر امنیتی پوستو د توغنديو تر ویشتل کېدو وروسته جګړه پیل شوه."

حسین زیاته کړه چې که څه هم د مقبلو او ډنډې پټان ترمینځ پر پوله تر څو ساعتونو وروسته جګړه درېدلې خو د سپینې شږۍ او ځاځي اریوب پر سیمو په بیا بیا پر یو بل ګولې ویشتل کیږي.

د پاکستاني پوځ دریځ

د پاکستان د پوځ سرچينو مشال راډيو ته په استول شوي بيان کې دعوه کړې ده چې د ډېسېمبر د ۲۷مې او ۲۸مې ترمينځ شپې مهال "خوارجو" په کورمه او شمالي وزیرستان کې د افغان طالبانو د سرحدي پوستو په کارولو سره پاکستان ته د ننوتلو هڅه وکړه.

سرچینو زياته کړه چې د ډېسېمبر پر ۲۸مه "خوارجو" يو ځل بيا د افغان طالبانو د پوستو په کارولو سره پر پاکستان د بريد هڅه وکړه. بيان کې ادعا شوې نن سهار (د ډېسېمبر پر ۲۸مه) بهرنيانو او افغان طالبانو بې له څه ډول پارونې پر پاکستانيو پوستو په درنو وسلو سره بريد وکړ.

د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونه د "خوارجو" اصطلاح زياتره وخت د تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ته کاروي.

د بيان له مخې، د پاکستانيو ځواکونو په ځوابي کاروايي کې هغې خوا ته يوشمېر کسان ژوبل شول او افغان طالبانو شپږ پوستې پرېښوولې. بيان زياتوي، چې پاکستانيو ځواکونو ته ځاني تلفات نه دي اوښتي، البته درې کسان ژوبل شوي دي.

د پاکستان د پوځ سرچينو ادعا کړې ده چې وسلوال د افغانستان خاوره پر پاکستان د بريدونو لپاره کاروي.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار دا ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي چې د پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې هم ويلي دي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

دا جګړه کله او څنګه پیل شوه؟

د پاکستان جنګي الوتکو د ډېسمبر په ۲۴ مه د پکتیکا د برمل په ولسوالۍ کې څلور ځایه بمبارۍ وکړې، چې د چارواکو په وینا په دې بریدونو کې ۵۶ تنه وژل شوي ول،چې ډیری يې ښځې او ماشومان ول.

د پاکستان استخباراتي سرچینو د یادو بریدونو په تړاو ادعا کړې وه، چې په برمل کې يې د تحریک طالبان پاکستان څلور مرکزونه په نښه کړي ول.

هلته بیا د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف یو وار بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد ګامونو لپاره یوه قوي تګلاره جوړه کړي.

د پاکستان د سرکاري راډیو ترمخه شهباز شریف د ډېسېمبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د پاکستان وفاقي کابینې غونډې ته وویل چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د تحریک طالبان پاکستان وسلوال بریدونه کوي.

نوموړي وویل چې په داسې حال کې چې ټي ټي پي خپلو بریدونو او فعالیتونو ته دوام ورکړی، ورسره په یو ځای مذاکرات نشي کېدای.

بلخوا د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان وايي، پر افغانستان دوه وارې بمباري وشوه خو د دې قدم سره د هغه په وینا یوازې کرکه ډېره شوه.

د نوموړي په ایکس پاڼه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې عمران خان چې د ډېسېمبر پر ۲۷مه، په اډیاله جیل کې خبریالانو او مدافع وکیلانو ته وویل نفرت زیاتېدل سیمه ییز ثبات ته زیان رسوي. هغه وویل چې بلاول بوټو زرداري د بهرنیو چارو وزیر په حیث باید افغانستان ته تللی وی او دا یې باید لومړیتوب وی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کې د پرله پسې سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي او اسلام آباد په وار وار له کابله غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر وړاندې اقدام وکړي خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل په کلکه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG