د لاسرسي ځای

تازه خبر

شیراز باچا: د منځنۍ کورمې خلک به په ۲ ورځو کې کورونه خالي کړي


د کورمې د یوشمېر سیمو خلک له کلونو راهیسې په وار وار د پوځي عملیاتو له کبله بې کوره کړل شوي دي. (د ۲۰۱۱م انځور)
د کورمې د یوشمېر سیمو خلک له کلونو راهیسې په وار وار د پوځي عملیاتو له کبله بې کوره کړل شوي دي. (د ۲۰۱۱م انځور)

په خيبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره ادعا کوي چې د منځنۍ کورمې د يو شمېر کليو خلک به په دوو ورځو کې خپل کورونه خالي کوي.

د يادې ادارې د کورمې ضلعې مشر شيراز باچا د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، "په صدې کې د منتوال، وتيزو او داسې نورو سيمو له قبايلي مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته دوي دې ته رضا کړل شو چې تر پوځي عملياتو مخکې خپل کورونه پرېږدي."

نوموړی وايي کوم کډوال چې په بګن او تيندو کې جوړ حکومتي کېمپونو ته ورځي نو خوراکي او نورې مرستې به ورسره کېږي.

شيراز باچا زیاته کړه، "د دوی به بايومېټرک کېږي، د کورنۍ پر سر به ورسره د یو لاک ۱۸ زره روپیو مرسته کېږي او هم داسې به په کېمپ کې ورته د سهار ناشته، غرمې او ماښام ډوډۍ هم ورکوي."

د سرخوي درې یو اوسېدونکي تواب خان اورکزي د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته ویلي وو چې که د بل ځای وای نو په اسانه به یې خپله کډه بار کړې وای.

خو د ده په وینا، سرخوي دره د غرونو په مینځ کې پرته داسې سیمه ده چې سړک هم نه دی ورغلی نو ځکه د خوندي سیمو پر لور کوچېدل ډېر ګران دي.

سرخوي دره د منځنۍ کورمې په حدودو کې راځي. د دې سیمې خلک وايي په تېر ۱۵ میاشتو کې هم دوه ځله د وسلوالو پرضد د عملیاتو له کبله په لنډمهاله توګه کډوال شوي دي.

په یاده سیمه کې اخري ځل د وسلوالو پرضد پوځي عملیات د ۲۰۲۵ز کال په مارچ میاشت کې شوي ول. که څه هم یاد عملیات تر سرخوي درې محدود ول خو وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې د زهمشت، علي شیرزو او مسوزو پر سیمو پاکستاني پوځ په پراخه کچه عملیات کړي وو.

امنیتي چارواکي وايي چې د سرخوي درې په شاوخوا ته بیا وسلوال ورغلي نو ځکه یې د هغې درې په ګډون د ۴۴ سیمو خلکو ته ویلي چې خپل کورونه خالي کړي.

د یو شمېر سیمو خلکو وار له مخه کډې کول پیل کړي هم دي. په مناتو کې میشت د لنډونکي اوسېدونکي افضل شاه مشال راډیو ته وویل چې نه یې غوښتل خپله سیمه پریږدي خو له دې ویرې وتلي چې پر کورونو به یې توغندي پرېوزي.

ده زیاته کړه چې که څه هم ماشومان او مېرمنې یې د خپلوانو کره سمبال کړي خو د ګڼو څارویو په ګډون یې هر څه هلته پاته دي.

دا له هغه وروسته ده چې د منځنۍ کورمې د یوشمېر کلیو اوسېدونکو له چارواکو غوښتي وو چې د وسلوالو پرضد دې د عملیاتو پر مهال خلک نه بې کوره کوي.

د منتو اوسېدونکي غزني ګل د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل، موسم یخ دی او د سیمې زیاتره خلک بې وزله دي نو که چارواکي یې کورونو پرېښودو ته مجبور کړي نو ژوند یې اغېزمنېږي.

دا تر هغې وروسته ده چې امنیتي او انتظامي چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۲مه په سده کې د مسوزیو، زهمشت او علي شېرزیو له مشرانو سره ولیدل او ورته یې وویل چې د هغو سیمو په ۴۴ کلیو کې یې د وسلوالو پر ضد د پوځي عملیاتو پرېکړه کړې نو ځکه دې خلک په یوه ورځ کې کورونه پرېږدي.

تر هغې وروسته ډېریو وګړو لا هم کورونه نه دي پرېښي او وايي، په ژمي کې کډې نه باروي.

البته په منځنۍ کورمه کې داسې کلي شته چې ورڅخه ځینې خلکو په تېرو ورځو او د لیل ګډې، خټکه مېنې (مېله هم بلل کېږي)، کونډلي بابا او تاړي په نوم د څلورو کلیو اوسېدونکو د ډېسېمبر په پیل کې کډې کړې وې.

د منځني کورمې په کونډلي بابا او ورسره شاوخوا علاقو کې تر دې وړاندې هم د وسلوال طالبانو ضد پوځي عملیات شوي ول. پوځي چارواکو هغه مهال ویلي ول چې هدف یې له وسلوالو سیمه پاکول دي خو ځايي خلک وايي، عملیاتو ورته له زیان رسولو پرته بله ګټه نه ده رسولې ځکه چې وسلوال طالبان یو ځل بیا هلته ورغلي دي او پوځ هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

شاوخوا دوه لسیزې مخکې په منځنۍ کورمه کې د وسلوالو پاخه مرکزونه ول خو د ۲۰۱۰ز کال په پراخو پوځي عملياتو کې وسلوال له سیمې څخه وتښتېدل چې په نتیجه کې يې په سيمه کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی وو.

خو هلته په وروستیو کې يو ځل بیا وسلوال فعاله شوي دي او پر امنیتي ځواکونو يې يوشمېر بریدونه کړي دي. د دې ترڅنګ په سيمه کې د ولسي وګړو د وژلو او تښتولو پېښې هم زیاتې شوې دي.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG