د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې خلکو پر یو کور د توغندي تر لګېدو وروسته د پوځي کلا مخې ته احتجاج کړی دی


ځايي خلک وايي، پېښه په منځنۍ کورمه کې شوې ده.
ځايي خلک وايي، پېښه په منځنۍ کورمه کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د منځنۍ کورمې اوسېدونکو پر یو کور د توغندي لګېدو تر پېښې وروسته احتجاجي پرلت وهلی دی.

د منځنۍ کورمې اوسېدونکو د نومبر پر ۲۶مه په منتو کې د وژل شویو پینځو کسانو جسدونه د پوځي کلا مخې ته ايښي دي او غوښتنه کوي چې پر رهايشي سیمه کې له مرمۍ ویشتونکو سره حساب وشي.

یو پرلتوال شفیق مسوزي مشال راډیو ته وویل، تر دې مخکې هم په سیمه کې ورته پېښې شوې دي او حکومت دې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب باوري کړي.

د کورمې انتظامیې او پوځي چارواکو لا د احتجاج په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو د پرلت ګډونوال وايي، له کلا څخه پوځي چارواکي احتجاجیانو ته ورغلل او ورته یې وویل چې توغندی سرتېرو نه دی ویشتلی.

د دوی په خبره، چارواکو ورته ډاډ ورکړ چې د سیمې امنیت او د عملیاتو پر مهال د خلکو خوندیتوب باوري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیسو او د سیمې اوسېدونکو په خبره، پر یو کور د توغندي لګېدو په پېښه کې د درې ماشومانو په ګډون پینځه تنه ووژل شول.

د پولیسو یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د نومبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، پېښه د نومبر پر ۲۵مه شپې مهال شوې ده.

ده وویل، تر اوسه معلومه نه ده چې توغندی چا ویشتی دی.

د منځنۍ کورمې د منتو اوسېدونکو او یو ولسي مشر غزني ګل د نومبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، مرمۍ یا ګوله په ورسته مېنه (مېله هم بلل کېږي) کې د ګلاب خان په کور لګېدلی چې پکې یې زوی، دوه لمسي او دوه ورېرونه وژل شوي دي.

دی وايي، تر اوسه نه پوهېږي چې هاوان له کوم لوري ورغلی او چا ویشتلی دی خو زیاته یې کړه چې هلته د وسلوالو پرضد پوځي عملیات روان دي.

دی زیاتوي چې په پېښه کې د وژل شویو عمرونه له اتو څخه تر ۲۰ کلونو پورې دي.

په سیمه کې ځینې خلک دا هم وايي چې ښايي پر کور ډرون برید شوی وي، خو پولیس وايي پلټنې یې پیل کړې دي او د پېښې نوعیت به وروسته معلوم شي.

په منځنۍ کورمه کې له یوې مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده او پکې نه یوازې پر سرتېرو حملې بلکې د ولسي وګړو وژنې او تښتونې هم زیاتې شوې دي.

په سیمه کې د اکتوبر پر اوومه پر سرتېرو تر برید وروسته د وسلوالو ضد عملیات پیل شول چې لا هم دوام لري.

په وروستیو کې د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولو) بريدونه زيات شوي چې ځايي خلک یې تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي او پکې اکثره ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.

خلکو د هغو بريدونو پر ضد په وار وار احتجاجونه کړي دي. خوا پوځ هم په وار وار ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.

د نومبر پر ۱۶مه په اورکزیو کې د مارټر ګولې پرېوتو په پېښه کې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل او یو ژوبل شو چې پرضد یې د سیمې خلکو احتجاجي پرلت وواهه چې بیا یې په حکومتي ډاډ پای ته ورساوه.

تر دې مخکې د نومبر پر ۱۳مه د خیبر ضلعې د شلوبر په ډونګه کلي کې د پوځ په یو ډرون برید کې لږ تر لږه اته تنه ژوبل شوي ول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG