د بلوچستان په مرکز کوټه کې په چاودنه کې د یو سرحدي عسکر په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.
د کوټې د پولیسو یو افسر انور علي رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د فبرورۍ پر ۲۸مه د جمعې تر لمانځه وورسته پر جان محمد سړک شوې ده.
دی وايي، د سرحدي ځواک سرتېري چې په صدیقه جومات کې د امنیتي دندې تر ترسره کولو وروسته روان ول نو د رېموټ کنټرول بم چاودنه شوه. دی وايي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې بم په یو موټرسایکل کې ايښی وو.
بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لیبرېشن ارمي یې زمه واري منلې ده. یادې ډلې د فبرورۍ پر ۲۸مه ناوخته په یو بیان کې ويلي چې د پاکستاني پوځ موټر یې نښه کړی دی.
د کوټې د سېول روغتون ویاند وسیم بېګ مشال راډیو ته وویل چې هلته نهه ژوبل کسان ورلېږدول شوي چې پکې د یو روغتیايي وضع خرابه ده.
په بلوچستان کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې امنیتي وضع ډېره خرابه شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو حملې کوي.