د خیبر پښتونخوا د باجوړ په خار کې د برید څلور ورځې تېرې شوې خو اوس هم خلک د پېښې په ځای او شاوخوا پټیو کې ګرځي چې پکې د خپلو کورنیو د وژل شویو او ژوبلو شخصي شیان لکه عینکې، څپلۍ، د جامو ټوټې او یا د بدن کومه پرې شوې برخه ومومي.
د خار مرکزي روغتون د اګست پر دویمه په بیان کې ویلي دي چې له شنډي موړ سره نېږدې په مارکېټ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د ضلعي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې د ماشومانو په ګډون د وژل شویو شمېر ۶۳ ته رسېدلی دی.
په هغه حمله کې تر ۱۰۰ زیات کسان ټپي شول. د هغې حملې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې ومنله.
په هغه نوي جوړ شوي مارکېټ کې لسګونه دوکانونه دي او لوی میدان لري چې پکې زیات خلک ځایېدای شي نو ځکه سیاسي او نورې ډلې هلته غونډې او جلسې کوي.
زه چې تر برید وروسته مارکېټ ته ورغلم نو ومې لیدل چې میدان ځای په ځای په وینو لړلی او دېوالونه او د دوکانونو دروازې یې هم په وینو سرې وې.
د خلکو جامې، څادرونه او جمعیت علمای اسلام (ف) بیرغونه هم ځای پر ځای پراته دي او په وینو سره دي.
په وژل شویو کې ۱۱ کلن ابو ذر هم وو چې د یوې بې وزله کورنۍ غړی وو. د نوموړي پلار جاوېد خان او تره منور خان د کوز دیر په تېمرګره کې پر یوه لاسګاډي (رېړه) وچه مېوه خرڅوي.
ابو ذر هم د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره پاپړ (پپړ)، چېپس او ایسکریم خرڅول.
دی چې د جمعیت علمای اسلام (ف) له ضلعي غونډې خبر شو نو د شنډي موړ هغه مارکېټ ته ورغی چې هلته به شیان خرڅ کړي او یو څه پیسې به وګټي.
د نوموړي ۳۸ کلن تره منور خان وايي، دی چې د باجوړ له چاودنې خبر شو نو سمدستي له تېمرګرې کور ته ولاړ او هلته یې چې د وراره پوښتنه وکړه نو کورنۍ یې ورته وویل چې هغه لا کور ته نه دی ورغلی.
د خان په خبره، ابو ذر چې تر ماښامه کور ته ورنغی نو دوی د خار مرکزي روغتون مرده خانې ته ورغلل. "موږ چې مرده خانې ته ورغلو نو [په یو مړي] مو شک شو چې دا زموږ ماشوم دی. د هغه سر نه وو او کپړې (جامې) یې [پر مړي] پرتې وې. د هغو کپړو [یوه ټوټه] مو کور ته راوړه او پوښتنه مو وکړه چې ابو ذر دا رنګ جامې [اغوستې] وې؟ هغوی وویل، هو، دا جامې یې اغوستې وې."
خو دا یوازې منور خان نه دی چې خپل وراره یې له جامو وپېژنده بلکې د باجوړ د پېښې د یوشمېر وژل شویو پېژندګلوي له جامو، تسبېح او بوټانو یا څپلیو شوې وه.
چارواکي وايي چې اوس هم د خار په روغتون کې یوشمېر مړي پراته دي چې پېژندګلوي یې نه ده شوې.
د دوی په خبره، هغه چاودنه دومره زوروره وه چې پکې د یوشمېر کسانو بدنونه ټوټې، ټوټې شول او د روغتون په مرده خانې کې یې د وجود غوښې او ځینې برخې پرتې دي چې د ډي اېن اې تر معاینې وروسته به یې سم شناخت وشي.
د ابوذر اووه خویندې دي چې یوه یې ورڅخه مشره ده او یو وړوکی ورور لري چې څو میاشتې مخکې زېږېدلی دی.
د ابو ذر کورنۍ د خار د جووړ خوړ پر غاړه په یو ۱۰ مرلې کور کې اوسي چې دېوالونه یې له خټې جوړ دي.
د کور پر وره یې پرده ځړېدلې وه او په انګڼ کې یې چوپتیا وه. د کور بهر د ونو لاندې کټونه پراته ول او د چم، ګاونډ خلک جاوېد خان او منور خان ته دوعا ته ورروان ول.
یوشمېر کسان مې ولیدل چې نه یوازې د ابو ذر په مړینه خواشیني ول بلکې هغه برید ترهولي او وېرولي ول.
د ابو ذر کورنۍ وايي چې هغه په یوه نېږدې مدرسه کې حفظ کاوه او تر اوسه یې د قران یوه سیپاره یاده کړې وه.
منور خان وايي چې د ده غور نیکه د خیبر ضلعې له باړې څخه باجوړ ته کډه شوی وو او دوی په خټه ملک دین خېل اپرېدیان دي خو له لسیزو راهیسې خپلې سیمې ته نه دي تللي. دی وايي، اوس "باجوړیان" دي او په خیبر کې نه ځمکه لري او نه خپلوان.
منور خان زیاتوي، کله چې څوک وژل کېږي نو بیا یې پوښتنه له خپل دښمنه کوي، خو نه پوهېږي چې د ابو ذر پوښتنه له چا وکړي. "زموږ خو له هېچا سره دښمني نه شته او نه په کومې ډلې [یا ګوند] پورې [تړاو] لرو. موږ له چا پوښتنه وکړو؟ زموږ بچی ولې مړ شو؟ [جمعیت علمای اسلام (ف)] دې زموږ پوښتنه وکړي چې دا ولې مړ شو."