د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا کې پر پوسته په برید کې ۲ سرتېري وژل شوي، ۴ ژوبل


د جولای پر ۲۰مه په باړه کې پر سرکاري ودانۍ په ځانمرګو بریدونو کې د پینځو سرتېرو په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول.
د جولای پر ۲۰مه په باړه کې پر سرکاري ودانۍ په ځانمرګو بریدونو کې د پینځو سرتېرو په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول.

د خیبر ضلعې په تیرا کې پر یوه امنیتي پوسته په وسلوال برید کې د اېف سي ځواک دوه سرتېري وژل شوي او څلور ژوبل دي.

په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اګست پر دویمه غرمه مهال په توند خوله سیمه کې پر پوستې برید وکړ چې تر هغې وروسته نښته پیل شوه.

دی وايي، امنیتي سرتېرو وسلوال په شا وتمبول خو تر اوسه معلومه نه ده چې په ډزو کې هغوی ته مرګژوبله اوښتې او که نه.

د امنیتي چارواکي په خبره، ژوبل سرتېري یې د پېښور روغتونونو ته لېږدولي دي.

په تیرا کې پر پوستنې د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۳۰مه په بله قبایلي ضلع باجوړ کې په ځانمرګي برید کې ۶۳ کسان ووژل او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول. د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې د باجوړ په خار کې د جمعیت علمای اسلام (ف) پر ضلعي غونډه د حملې ذمه واري منلې ده.

د خیبر خلکو له حکومته د وسلوالو پر ضد د بې پرې عملیاتو غوښتنه وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

تیرا یوه غرییزه سیمه ده چې ټوله رقبه یې شاوخوا ۱۰۰ مربع کېلومیټره ده او لوی ځنګلونه لري. د هغې سیمې یوه برخه د افغانستان له ننګرهار سره پوله لري.

د پاکستان پوځیان له کلونو راهیسې په تیرا دره کې ځای پر ځای دي او هلته د پوځ ترڅنګ د اېف سي ځواک یوشمېر پوستې هم شته دي.

په وروستیو کې د خیبر ضلعې په بېلابېلو برخو کې پر امنیتي ځواکونو او پر سرکاري ودانیو بریدونه شوي دي چې پکې یوشمېر سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د جولای پر ۲۵مه په جمرود کې په جومات کې په ځانمرګي برید د علي مسجد اېډېشنل تاڼېدار عدنان اپرېدی وژل شوی وو.

د پېښور پولیس وايي چې د هغه برید مقدمه یې د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پینځو وسلوالو پرضد دایره کړې ده. د هغې حملې ذمه واري البته چا نه وه منلې.

تر دې مخکې د جولای پر ۲۰مه د خیبر ضلعې په باړه کې د پخواني تحصیل پر ودانۍ په ځانمرګو بریدونو کې څلور پولیس ووژل شول او د پینځو سرتېرو په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شول.

په وروستیو کې په سیمه کې د زیاتېدونکو بریدونو پرضد پراخې مظاهرې هم شوې دي. د جولای پر ۲۵مه د خیبر سیاسي اتحاد غړو او مشرانو او ګڼو ولسي وګړو او فعالانو په تیرا کې "د سولې لاریون (امن مارچ)" کړی وو چې پر مهال یې له حکومته د وسلوالو ډلو پرضد د پرېکنده او بې توپیره اقداماتو غوښتنه وکړه.

د پېښور پولیس او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د ناامنۍ مخنیوي لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی او د صوبې په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو پرضد عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG