په اسټرالیا کې د ډېسېمبر له ۱۰مې څخه له ۱۶ کلونو څخه پر کم عمر لرونکو ټولنیزو شبکو ته پر لاسرسي بندیز عملي شوی دی.
دا په نړۍ کې د انټرنېټي شبکو په اړه دا ډول لومړی بندیز دی. حکومت وايي، که د ټولنیزو شبکو ادارې د نوي پلي شوي قانون سرغړونه کوي نو د ۳۳ مېلیونه امریکايي ډالرو له جرمانې سره مخامخامېدای شي.
حکومت وايي، په انټرنېټي نړۍ کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د خوندیتوب لپاره بېساري اقدامات اړین دي.
د اسټرالیا وزیراعظم اینتني البانیزې وايي، ډېر کله ټولنیزې شبکې هېڅ ډول "ټولنیزې نه وي" او ډېر ځلې لیدل شوي چې د "ځورولو لپاره د وسلې په توګه" استعمالېږي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د فېسبوک، انسټاګرام، وټس ایپ او نورو ټولنیزو شبکو چلوونکې مېټا ادارې د اسټرالیايي حکومت پر اقدام نیوکه کړې ده.
اژانس د مېټا په حواله لیکلي، د اسټرالیا دا اقدام "ځوانان هغو پلیټفورمونو ته په تګ مجبوره" کولای شي چې په کافي اندازه "نه تنظیمېږي او خوندیتوب ته یې کم پام" کېږي.
خو د اسټرالیا ځینو کورنیو اژانس ته ویلي، خوشاله دي چې ماشومان به یې د هغو موادو له لیدو وژغورل شي چې تر ۱۶ کلونو کمر عمر لرونکي یې باید و نه ویني.
رویټرز اژانس وايي، د بندیز له عملي کېدو راهیسې د ټېکټاک، انسټاګرام او یوټیوب په څېر شبکې په اسټرالیا کې د څه باندې درې مېلیونه اکاونټونو تړلو ته اړ شوي دي.