د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګور اډه کې د هاوان مرمۍ یوه ماشومه وژلې ۳ زخمیان دي


د جنوبي وزيرستان ځايي خلک د هاوان مرمۍ بريدونو ضد د احتجاج لپاره راوتلي دي ـ انځور له ارشيفه
د جنوبي وزيرستان ځايي خلک د هاوان مرمۍ بريدونو ضد د احتجاج لپاره راوتلي دي ـ انځور له ارشيفه

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې پر یو کور د هاوان توغندي لګېدو او ماشومانو ته له مرګژوبلې اوړېدو وروسته، احمدزو قبایلو احتجاج پیل کړی دی.

د جولای پر ۱۹مه دا احتجاج وروسته له هغې پیل شوی چې د سیمې یو مشر مولانا تسبیح الله مشال راډیو ته وویل، یوه ورځ وړاندې د جولای پر ۱۸مه، په انګور اډه کې، د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند د یو غړي مولانا رفیع الدین پر کور د هاوان مرمۍ ولګېده چې پکې یوه ماشومه ووژل شوه او درې نور ماشومان ژوبل شول.

نوموړی وايي، لومړی وسلوالو په سیمه کې پر پوځ برید وکړ او بیا چې پوځ په ځواب کې د هاوان توغندی وتوغولو نو هغه پر یاد کور پرېوت.

د سیمې یو بل اوسېدونکي دین محمد د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، احمدزو وزیرو له پېښې وروسته احتجاج پیل کړی او پر حکومت یې غږ کړی دی چې د دا ډول پېښو مخه دې ونیسي.

بلخوا یو پولیس چارواکي د جولای پر ۱۹مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پېښې يې پلټنې پیل کړې دي.

د پاکستان پوځ د دې پېښې په اړه لا څه نه دې ویلي خو له دې وړاندې یې څو څو وارې ویلي چې د وسلوالو پرضد په کاروایانو کې د عام ولس د خوندیتوب پوره خیال ساتل کېږي.

په خیبرپښتونخوا کې تر دې وړاندې هم دا ډول پېښې شوي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG