د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان درې مسیدو جرګه وايي عملیات نه مني


د جنوبي وزیرستان په مکین کې سلګونه کسانو په جرګه کې ګډون وکړ - د جولای ۱۰مې انځور
د جنوبي وزیرستان په مکین کې سلګونه کسانو په جرګه کې ګډون وکړ - د جولای ۱۰مې انځور

د جنوبي وزیرستان درې مسیدو جرګه وايي، که پوځ په سیمه کې عملیات پیل کړل نو خلک به یې پر ضد پر سړکونو پرلت ووهي.

د جولای پر ۱۰مه درې مسیدو جرګې په مکین کې غونډه وکړه چې پکې سلګونو کسانو برخه واخیسته او د جولای پر ۱۱مه په واڼه کې د امن پاڅون په نامه غونډه شوې ده.

د مکین غونډې په اعلامیه کې راغلي: "پوځي عملیات نه منو، د امنیت ټینګول د حکومت ذمه واري ده. پوځ دې پر ابادۍ ډرون او مارټر بریدونه نه کوي. که یې وکړل خلک به پر سړکونو ورته کښېني."

په جنوبي وزیرستان کې د درې مسیدو جرګې د غونډو او غوښتنو په اړه د پاکستان پوځ او انتظامیې څه نه دي ویلي. خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي دي چې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیات ضروري دي او پر مهال به یې د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي.

XS
SM
MD
LG