د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر: د انګور اډې لاره راتلونکې اونۍ د سوداګرۍ لپاره بیا پرانیستل کېږي


په انګور اډه کې یو مال لېږدوونکی ګاډی افغانستان ته د اوښتو لپاره انتظار باسي، ورسره د پاکستان امنیتي سرتېري هم پهره کوي - د مارچ نهمې انځور.
په انګور اډه کې یو مال لېږدوونکی ګاډی افغانستان ته د اوښتو لپاره انتظار باسي، ورسره د پاکستان امنیتي سرتېري هم پهره کوي - د مارچ نهمې انځور.

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ویلي چې د انګور اډې ور به د مارچ له ۱۸مې څخه له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره بیا پرانیستل شي.

محمد ناصر خان د مارچ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د دروازې د خلاصولو لپاره یې ټول انتظامات کړي دي او هلته یې چارواکي په دندو ګومارلي دي.

تر دې څو ورځې مخکې هم ځايي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د ګمرکي (کسټمز) چارو دفتر بحال شوی دی او شاوخوا ۱۷ میاشتې وروسته یې د سوداګرۍ بحالولو لپاره په ازمېښتي ډول یوه لارۍ هم ولېږدوله او خپل برېښنايي او انټرنېټي نظامونه یې ولیدل.

په همدې حال کې د جنوبي وزیرستان د سوداګرۍ خونې مشر سېکرټر عین الدین وزیر د پرېکړې هرکلی کړی دی خو له مشال راډیو سره یې په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې ځايي سوداګرو ته دې پر پوله اسانتیاوې ورکړي، هلته دې سړکونه ورغوي او په سیمه کې دې د برېښنا او انټرنېټ ستونزه هواره کړي ځکه چې دا هر څه د تجارتي بهیر ترسره لپاره اړین دي.

اخوا یوشمېر سیاسي او ولسي مشرانو هم له حکومته غوښتنه کړې ده چې د ځايي خلکو لپاره دې پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي. دوی وايي، تر هغو چې یې غوښتنه نه وي منل شوې، خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکوي. د جنوبي وزیرستان چارواکو تر دې مخکې ویلي دي چې د سفري اسنادو لازمي کولو وفاقي حکومت کړې ده او نه ورڅخه په شا کېږي.

د انګور اډې خلکو د ۲۰۲۳ز کال له نومبر مياشتې راهيسې احتجاجي ناسته پيل کړې وه او د پاکستان له حکومته غواړي چې له افغانستان سره د تجارت او د خلکو تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي.

د پرلت له وجې هغه لار نېږدې ۱۶ میاشتې بنده وه خو د جنورۍ پر ۱۶مه د سیمې د څلورو قبیلو مشرانو په یوه جرګه کې د لارې پرانیستو پرېکړه وکړه.

ځايي سوداګر او ټرانسپورټران وايي د انګور اډې لارې بندېدو له وجې یې د اربونه روپیو تاوان کړی دی او زرګونه کسان بې کاره شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG