د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرفراز بګټی د بلوچستان د اعلا وزير په توګه منتخب شوی دی


د میر سرفراز بګټي پخوانی انځور.
د میر سرفراز بګټي پخوانی انځور.

میر سرفراز بګټي د بلوچستان اسمبلۍ د اکثرو غړو په رایو د اعلاوزیر په توګه منتخب شوی دی.

د مارچ پر لومړۍ نېټه په اسمبلۍ کې د اعلاوزیر څوکۍ لپاره انتخاب وشو چې پکې نوموړي ۴۱ رایې واخیستې. هغه د پاکستان پیپلز ګوند نوماند خو د بلوچستان اعلا وزارت ته یوازینې کاندید وو. هغه د مسلم لیګ (ن) او بلوچستان عوامي پارټۍ ملاتړ هم درلودلو.

سرفراز بګټی مخکې په بلوچستان عوامي پارټۍ (باپ) کې وو خو تر انتخاباتو مخکې په پیپلز ګوند کې شامل شو. هغه په نګران حکومت کې د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالی وزیر هم وو.

د هغه د وزارت په مهال په پاکستان کې مېشت بې اسناده کډوالو چې زیاتره یې افغانان دي، د ایستلو پرېکړه وشوه او لکونه افغانان خپل وطن ته ستانه کړل شول.

سرفراز بګټي د بلوچستان په ډېره بګټي ضلع کې په ۱۹۸۱ز کال کې پیدا شوی دی. د هغه پلار میر قدیر مسوري بګټي قبایلي مشر او سیاستوال وو.

سرفراز بګټي د ۲۰۱۳ز کال په ټاکنو کې د ازاد کاندید په توګه برخه اخیستې وه او بیا وروسته په مسلم لیګ (ن) کې شامل شو. په هغه کال نوموړی د بلوچستان په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر شو. وروسته هغه له مسلم لیګ (ن) جلا شو او د نورو سیاستوالو سره یې په ګډه بلوچستان عوامي ګوند جوړ کړ.

د بلوچستان د اعلا وزیر تر انتخاب مخکې د مسلم لیګ (ن) عبدالخالق اڅکزی د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر او د پیپلز ګوند غزاله ګوله یې د مرستیال په توګه منتخب شوي دي.

دوی دواړه هم د فبرورۍ پر ۲۹مه مستقیماً منتخب شول ځکه چې په مقابله کې یې بل ګوند نوماند نه وو درولی.

عبدالخالق اڅکزی د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې چمن اوسېدونکی دی. نوموړی د پاکستان له پوځه د کیپټن په رتبې یا عهدې تقاعد شوی دی.

اڅکزي د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه په انتخاباتو کې د ازاد نوماند په توګه بریا ترلاسه کړه او وروسته په مسلم لیګ (ن) کې شامل شو.

غزاله ګوله د بلوچستان د صحبتپور سیمې اوسېدونکې ده چې په ۱۹۶۲ز کال کې د پنجاب په راولپېنډۍ کې زېږېدلې ده.

هغه په ۲۰۰۸ز کال کې د پیپلز ګوند له لوري د ښځو پر ځانګړې څوکۍ د بلوچستان اسمبلۍ غړې ټاکل شوې وه او بیا یې د ښځو د حقونو او پرمختیا چارو وزیرې په توګه دنده ترسره کړې وه.

د بلوچستان د اسمبلۍ د غړو شمېر ۶۵ دی چې ورڅخه یې ۵۱ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۱۱ د ښځو او درې د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي.

د نتیجو له مخې، پاکستان پیپلز ګوند د بلوچستان اسمبلۍ ۱۱، پاکستان مسلم لیګ (ن) او جمعیت علمای اسلام (ف) ۱۰، ۱۰، خپلواکو نوماندانو شپږ، بلوچستان عوامي ګوند پینځه، نیشنل پارټۍ درې او عوامي نیشنل ګوند دوه څوکۍ ګټلې دي او پاتې څوکۍ نورو ګوندونو ترلاسه کړې دي.

پاکستان مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند وار له مخه په بلوچستان کې د ګډ حکومت جوړولو اعلان کړی دی.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ په څېر په صوبايي اسمبلیو کې هم د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت اړتیا وي. په دې توګه که یو ګوند د بلوچستان اسمبلۍ ۳۳ څوکۍ ولري نو حکومت جوړولای شي.

XS
SM
MD
LG