د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) مشر او سېنېټر اېمل ولي خان دعوه کړې چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې "تر نن ورځې پښتانه په دې هېواد کې محفوظ نه دي."
نوموړي د اګست پر ۱۲مه په چارسده کې د بابړې په پېښه کې د وژل شویو د ۷۶م تلین په مناسبت د غونډې پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې د چا نوم وانخیست خو و یې ویل چې خیبر پښتونخوا صوبه "هغو قوتونو" ته سپارل شوې چې "دلته امن نه غواړي."
اېمل ولي خان د لسیزو پخوانیو مرګونو پېښو ذکر وکړ او و یې ویل چې د مردان د ټکر، د پېښور د قصه خوانۍ او د ۱۹۴۸ز کال د اګست پر ۱۲مه د چارسدې د بابړې له پېښو واخله تر ننه، په "۲۰۲۴ز کال کې هم پښتانه او د پښتنو سیمه خوندي نه ده" پاتې شوې او "دا قصداً داسې ساتل شوې ده."
نوموړي د عزم استحکام په نوم حکومتي عملیاتو ته په اشاره وویل چې له هغو سره ناامني نه شي ختمېدای.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.
حکومت او پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې پر ضد احتجاجونه شوي دي او خلک او ګوندونه وایي چې تر دې وړاندې هم پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم ورسره نه دی ټینګ شوی.
په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور هم وویل چې د وسلوالو پرضد عملیات کوي. نوموړي په جولای کې د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټۍ (اپېکس کمېټۍ) غونډې پر مهال وویل چې نور به د صوبې پولیس او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) د وسلوالو پرضد د کاروایانو مشري کوي او پوځ به یې ملاتړ کوي.
د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالان او پلویان هر کال د چارسدې په بابړه کې د ۱۹۴۸ز کال د خونړۍ پېښې پر یادګار ګلونه ږدي او وژل شویو ته دوعا کوي.
هغه کال د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت د شمال مغربي سرحدي صوبې، چې اوس خیبر پښتونخوا بلل کېږي، حکومت په بابړه کې د خدايي خدمتګارانو پر احتجاجیانو ډزې وکړې او په سلګونو کسان یې ووژل. په هغه وخت کې د مسلم لیګ خان عبدالقیوم خان پر صوبه واکمن وو او د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح د هېواد ګورنر جنرل وو.
عیني شاهدانو په تېرو کلونو کې مشال راډیو ته ویلي، د خدايي خدمتګار تحریک پلویانو د خپل زنداني مشر خان عبدالغفار خان، چې د باچا خان په نوم پېژندل کېده، د خوشې کولو لپاره سوله ییز احتجاج کاوه چې امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې.
د خدايي خدمتګار غورځنګ ځایناستی عوامي نیشنل ګوند وايي چې په هغه پېښه کې تر ۶۰۰ زیاتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه خو د هغه وخت حکومت په پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو شمېر خورا کم ښوولی وو.