د جنوبي افریقا ولسمشر جیکب زوما وايي معمر قذافي په لیبیا کې له دوو میاشتو راهیسې د روانې شخړې پای ته د رسولو لپاره پر یوې وړاندې شوې تګلارې سلا شوی دی، او منلې یې ده.
زوما دا اعلان تر هغې وروسته وکړ چې تېره ورځ یې له قذافي سره د لیدو لپاره د افریقايي هېوادونو د مشرانو یو پلاوی پلازمېنې طرابلس ته بیولی وو.
زوما پر ناټو هم غږ کړی دی چې د لیبیا پر حکومتي اهدافو دې هوايي بریدونه بند کړي چې د قذافي د ځواکونو او د یاغیانو ترمنځ د اوربند کولو یوه موکه برابره شي.
بلخوا یاغیان د قذافي واکمني پای ته د رسولو لپاره جنګېږي. د رپورټونو ترمخې په وړاندې شوې تګلاره کې اوربند او د یاغیانو او د قذافي د حکومت ترمنځ خبرې شاملې دي.
په تېر مهال کې یاغیانو ویلي هغوی به یواځې یو حل مني او هغه د قذافي له څلورو لسیزو راهیسې واکمني پای ته رسول دي. هیله ده د افریقايي ټولنې مشران نن د یاغیانو له مشرانو سره د اوربند لپاره خبرې وکړي.
لیبیايي ياغیان وايي د افریقايي ټولنې د اوربند پر پېلان به غور وکړي چې موخه یې له دوو میاشتو راهیسې شخړه پای ته رسول ده.
خو یاغیانو بیا ویلي دي چې معممر قذافي باید واک پرېږدي. د افریقايي ټولنې یو پلاوی د یاغیانو قوي مرکز بېن غازي ته ځي.
دا پلاوی د یاغیانو او د معمر قذافي د رژیم تر منځ اوربند کول غواړي