د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي د واڼه پر کیډټ کالج برید يې د ۲ وسلوالو په وژلو "ناکامه" کړی دی


په واڼه کې له کیډټ کالج سره نېږدې پر سړک د پاکستان پوځ ګاډي تېرېږي - انځور له ارشیفه.
په واڼه کې له کیډټ کالج سره نېږدې پر سړک د پاکستان پوځ ګاډي تېرېږي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان پوځ وايي د کوز جنوبي وزیرستان په مرکزي ښار واڼه کې یې پر کیډیټ کالج د وسلوالو برید "ناکامه" کړی او دوه وسلوال یې وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۰مه ناوخته په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د همهغې ورځې پر سهار وسلوالو له بارودو ډک ګاډی د کالج له دروازې دېوال سره وجنګاوه.

بيان زياتوي، تر هغه وروسته دوه وسلوال ووژل شول او درې نور د کالج ودانۍ ته ننوتل او هلته یې ډزې پیل کړې. پوځ وايي درې واړه وسلوال د کالج په یوه څنډه کې محاصره کړل شوي دي.

د پوځ په خپره کړې اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې ایا دغه درې وسلوال اوس هم د کالج په ودانۍ کې ډزې کوي که څنګه؟ همدارنګه د وسلوالو په برید کې د پولیسو، پوځي سرتېرو او ولسي خلکو د تلفاتو په اړه هم څه نه دي ویل شوي. پوځ البته وايي چې هلته تصفیوي عملیات دوام لري.

خو د واڼه ښار د پوليسو تاڼېدار عالمګیر مسید نن سهار (د نومبر پر ۱۱مه) مشال راډیو ته وویل چې د برید له پیله تر اوسه ۱۷ کسان ژوبل شوي دي چې ۱۰ ولسي وګړي او اووه پوځي سرتېري پکې شامل دي.

د پوځ په بيان کې راغلي دي چې وسلوالو غوښتل د واڼې پر کیډیټ کالج همغسې برید وکړي لکه په ۲۰۱۴ز کال کې چې يې په پېښور کې پر ارمي پبلېک سکول کړی وو.

د ۲۰۱۴ ز د ډېسېمبر پر ۱۶مه، د پېښور پر ارمي پبلېک سکول په وسلوال برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول. د هغه بريد ذمه واري د پاکستانيو طالبانو جماعت الاحرار ډلې منلې وه.

خو تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د واڼه پر کېډټ کالج د شوي برید ذمه واري نه ده منلې.

د پاکستان پوځ د واڼه په ګډون د هېواد په نورو ښارونو کې کیډټ یا پوځي کالجونه اداره کوي. په هغو کالجونو کې له اتم څخه تر ۱۲م ټولګي پورې زدکوونکي تعلیم ترلاسه کوي او اکثریت یې په لیلیه یا هاسټل کې اوسي.

له څلورو کلونو راهیسې د جنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو او سرتېرو تښتونې زیاتې شوې دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.

رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.

اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG