د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو بحالۍ او ستنېدو لپاره پرلت جاري ساتلی


د شمالي وزيرستان کډوالو د اکتوبر له ۳۰مې د بنو په بکاخېلو کې احتجاج پیل کړی دی. د نومبر لسمې انځور
د شمالي وزيرستان کډوالو د اکتوبر له ۳۰مې د بنو په بکاخېلو کې احتجاج پیل کړی دی. د نومبر لسمې انځور

د خیبرپښتونخوا د بنو بکاخېلو کېمپ مخې ته د شمالي وزیرستان د کډوالو پرلت دوام لري.

د شمالي وزیرستان بې کوره شویو کډوالو د نغدي مرستو د بحالۍ د خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره د بنو په بکاخېلو کې احتجاج ته دوام ورکړی دی.

دغه کډوالو د اکتوبر پر ۳۰مه د بکاخېلو کيمپ مخې ته احتجاج پیل کړی او وايي چې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې مرستې ورباندې بندې شوې دي چې له امله یې هغوی له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي چې یو پلو له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې بې کوره دي او بل ورسره دا "زیاتی" کېږي چې هر ځل دا مرستې په "سوال او زاریو" غواړي.

د پرلت یو ګډونوال ملک نثار خان د نومبر پر لسمه مشال راډیو ته وویل چې د دته خېلو د پاتې سیمو خلک دې خپلو سیمو ته ستانه کړل شي.

د شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو د بحالۍ او کورونو ته د ستنېدو لپاره احتجاج ته دوام ورکړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

نوموړي زیاته کړه چې د حکومت لخوا ورسره میاشتینۍ مرستې هم بندې شوې دي چې له وجې یې دوی له مشکلاتو سره مخامخ دي.

بلخوا د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم بیا مشال راډیو ته ویلي چې پرلتوالو ته یې د غوښتنو پوره کېدو ډاډ ورکړی دی او هېله ده چې ژر به یې د مالي مرستو په ګډون غوښتنې پوره شي.

په خیبر پښتونخوا کې د طبعي ناورینونو د نظم صوبایي ادارې (پي ډي اېم اې) مرستیال مشر احسان داوړ بيا مشال راډیو ته ويلي دي چې د فنډونو د کمي له امله د کډوالو نغدې مرستې ځنډول شوې دي.

د ده په وینا، چې کله هم پيسې ترلاسه کړي نو د شمالي وزیرستان دغو کډوالو ته به د نغدو مرستو ورکړه بېرته بحاله کړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د يوشمېر د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.

له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي، چې لسګونه زره کسان جوړېږي، لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.

احسان داوړ وايي چې د کډوالو خپلو سيمو ته د ستنېدو لپاره يې چمتووالی نيولی دی او په وينا يې یوازې دې ته انتظار کوي چې پوځ ورته د هغو سیمو له وسلوالو د پاکېدو رسمي پخلی وکړي.

د شمالي وزيرستان کډوالو تر دې وړاندې هم د نغدي مرستو د تر لاسه کولو لپاره په بکاخېلو کې په وار وار احتجاجونه کړي او د حکومت له خوا د ډاډ تر لاسه کولو وروسته يې پای ته رسولي دي.

د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان هرې بې کوره شوې کورنۍ ته هره میاشت ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او په عملیاتو کې یې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو د تاوان ورکولو ژمنه هم کړې وه.

په خیبر پښتونخوا کې د ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه له هغوی سره څه باندې ۱۷،۰۰۰ کورنۍ ثبت دي او کله، کله د پیسو د کمښت له وجې مرستې ځنډېږي.

اداره وایي چې حکومت هره میاشت له بې کوره شویو سره د نقدي مرستو لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کوي، او هرې کورنۍ ته د موبایل ټېلېفون د سېم کارډونو له لارې پیسې لېږدوي.

چارواکي وایي چې د بې کوره شویو کډوالو سیمې لا هم له وسلوالو نه دې پاکې شوې خو چارې په چټکۍ روانې دي. دوی وایي چې سیمې پاکې شي نو بيا به د کډوالو ستنېدل پیل شي او د نقدي مرستو قسطونه به هم ژر ورکړي.

XS
SM
MD
LG