د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو د بحالۍ لپاره په بکاخېلو کې احتجاج پیل کړی


د اکتوبر پر ۳۰مه د بنو په بکاخېلو کې د شمالي وزيرستان کډوالو احتجاج پیل کړی دی
د اکتوبر پر ۳۰مه د بنو په بکاخېلو کې د شمالي وزيرستان کډوالو احتجاج پیل کړی دی

د شمالي وزیرستان بې کوره شویو کډوالو د نغدي مرستو د بحالۍ لپاره د بنو په بکاخېلو کې احتجاج پيل کړی دی.

احتجاج کوونکو د اکتوبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وويل چې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې مرستې ورباندې بندې شوې دي چې له امله یې دوی له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي چې یو پلو له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې بې کوره دي او بل ورسره دا "زیاتی" کېږي چې هر ځل دا مرستې په "سوال او زاریو" غواړي.

په احتجاج کې شریک یو قبایلي مشر ملک نور علي خان وویل چې دوی د بکاخېلو د کيمپ مخې ته ناست دي او که یې د نومبر تر درېيمې غوښتنې پوره نه شوې نو د بنو، غلام خان او میرامشا تر مينځ لاره به د احتجاج په توګه وتړي.

د احتجاج یو بل ګډونوال اسلم مداخېل بيا مشال راډیو ته وویل چې که حکومت دوی ته خپل حق ورنه کړي نو دوی به پر دې مجبور وي چې خپل احتجاج "پراخ او لا سخت" کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د طبعي ناورینونو د نظم صوبایي ادارې (پي ډي اېم اې) مرستیال مشر احسان داوړ د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د فنډونو د کمي له امله د کډوالو نغدې مرستې ځنډول شوې دي.

د ده په وینا، چې کله هم پيسې ترلاسه کړي نو د شمالي وزیرستان دغو کډوالو ته به د نغدو مرستو ورکړه بېرته بحاله کړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د يوشمېر د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.

له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي، چې لسګونه زره کسان جوړېږي، لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.

احسان داوړ وايي چې د کډوالو خپلو سيمو ته د ستنېدو لپاره يې چمتووالی نيولی دی او په وينا يې یوازې دې ته انتظار کوي چې پوځ ورته د هغو سیمو له وسلوالو د پاکېدو رسمي پخلی وکړي.

بلخوا د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم هم مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزيرستان د دته خېلو د کډوالو د ستونزو په اړه له اړونده چارواکو سره په تماس کې دی.

نوموړي زياته کړه، د کوالو د پلرنیو سیمو د پاکولو چارې روانې دي خو د ده په خبره، هلته حالات لا هم دې ته جوړ نه دي چې هغوی دې ورستانه کړل شي.

د شمالي وزيرستان کډوالو تر دې وړاندې هم د نغدي مرستو د تر لاسه کولو لپاره په بکاخېلو کې په وار وار احتجاجونه کړي او د حکومت له خوا د ډاډ تر لاسه کولو وروسته يې پای ته رسولي دي.

د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان هرې بې کوره شوې کورنۍ ته هره میاشت ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او په عملیاتو کې یې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو د تاوان ورکولو ژمنه هم کړې وه.

په خیبر پښتونخوا کې د ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه له هغوی سره څه باندې ۱۷،۰۰۰ کورنۍ ثبت دي او کله، کله د پیسو د کمښت له وجې مرستې ځنډېږي.

اداره وایي چې حکومت هره میاشت له بې کوره شویو سره د نقدي مرستو لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کوي، او هرې کورنۍ ته د موبایل ټېلېفون د سېم کارډونو له لارې پیسې لېږدوي.

چارواکي وایي چې د بې کوره شویو کډوالو سیمې لا هم له وسلوالو نه دې پاکې شوې خو چارې په چټکۍ روانې دي. دوی وایي چې سیمې پاکې شي نو بيا به د کډوالو ستنېدل پیل شي او د نقدي مرستو قسطونه به هم ژر ورکړي.

XS
SM
MD
LG