د خوست اوسېدونکي په پاکستانيو بريدونو کې د ولسي مرګژوبلې مخنيوی غواړي
د افغانستان د خوست اوسېدونکي وايي د پاکستانيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې وژل شوي ۱۰ واړه کسان ولسي وګړي دي. هغوی له نړيوالو غوښتي چې دا ډول بريدونو ته دې د پای ټکې کېږدي. د پاکستان پوځ د دغو تازه بريدونو دعوې رد کړې دي، خو تر دې وړاندې يې ادعا کړې وه چې په پاکستان کې په شويو وسلوالو بريدونو کې د تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتونپالو هغه غړي لاس لري چې په وينا يې په افغانستان کې مېشت دي. بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت او دغو وسلوالو په وار وار دا تورونه رد کړي او وايي چې په پاکستان کې بريدګر په همهغه هېواد کې مېشت دي او وسلوال بريدونه کوي. د مشال راډيو، رويټرز او فرانس پرېس اژانسونو له ويډيوګانو جوړ راپور.