د پاکستان او سري لنکا د کرکټ ملي لوبډلې نن (د نومبر پر ۲۲مه) د ۲۰ اووره درې اړخیزه لوبلړۍ په درېمه سیالۍ کې يو بل ته مخامخېږي.
لوبه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د پېښور له وخت سره سم ماښام شپږ بجې او د کابل پر وخت پينځنيمې بجې پيلېږي.
په دې سېريز کې پاکستان، سري لنکا او زېمبابوې برخه اخلي. په لومړۍ سيالۍ کې پاکستان زېمبابوې ته په پينځو وېکټو ماتي ورکړې وه. په دوېمه سيالۍ کې زېمبابوې سري لنکا ته په ۶۷ منډو ماتي ورکړه وه.
د ۲۰ اووره کرکټ درې اخیزه لوبلړۍ سیالۍ د نومبر پر ۱۸مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۲۹مه وشي.
ټاکل شوې وه چې په دې سیالیو کې د کوربه پاکستان او سري لنکا ترڅنګ د افغانستان کرکټ لوبډلې هم برخه اخیستې وای.
خو افغان کرکټ بورډ په اکتوبر کې په پکتیکا کې د پاکستانیو ځواکونو په برید کې د "کرکټ د درې ځوانو لوبغاړو" تر وژنې وروسته په هغو درې اړخیزه سیالیو کې د ګډون پلان لغوه کړی وو.
تر دې وروسته د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان پر ځای به زېمبابوې په سیالیو کې ګډون وکړي.