د راولپينډۍ پولیس وايي د هغه ضلعې په بېلابېلو سیمو کې یې د لټون په عملياتو کې ۷۶ افغانان نيولي دي.
پولیسو د نومبر په ۱۶مه په يوه خبرپاڼه کې دعوه کړې چې نيول شوي افغانان په غيرقانوني ډول اوسېدل. د خبرپاڼې ترمخه، د ۱۷۰۹ کسانو اسناد یې کتلي او پر ۱۳۷۵ کورونو یې چاپې وهلې دي.
د نومبر په ۱۴مه، د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې ويلي وو چې پاکستان په يوه اونۍ کې ۱۳۰۰۰ افغانان نيولي دي چې اکثرو يې د اوسېدو اسناد درلود.
تر اوسه پورې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په تېرو وختونو کې یې پر پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د ځوورلو تور پورې کړی وو.