د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې د پوځ پر کاروان وسلوال برید کې ۲ عسکر ټپي شوي دي


په بنو کې یوه پوځي قافله د شمالي وزیرستان پر لوري درومي - انځور له ارشیفه.
په بنو کې یوه پوځي قافله د شمالي وزیرستان پر لوري درومي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پوځ پر کاروان په وسلوال برید کې دوه عسکر ژوبل شوي دي.

په بنو کې د پوځ او استخباراتي ادارو جلا، جلا چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د نومبر پر نهمه سهار د بنو په سړه درګه سیمه کې وسلوالو د پوځ پر کاروان برید وکړ.

د دوی په وینا، په برید کې دوه عسکر ژوبل شوي او وسلوالو د پوځ یوې لارۍ ته هم اور اچولی دی.

پر کاروان د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له څلورو کلونو راهیسې د بنو په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو او سرتېرو تښتونې زیاتې شوې دي.

د نومبر پر نهمه وسلوالو د بنو د خدري مامند خېلو له بازار څخه یو پخوانی تاڼېدار عابد وزیر وتښتاوه او نامعلوم ځان ته یې ولېږداوه.

د نوموړي د تښتونې مسوولیت هم چا نه دی منلی خو پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG