اروپايي ټولنې د اسرایيلو لخوا په جنوبي لبنان کې شوي هوايي بريدونه غندلي او ورنه یې غوښتي دي چې له حزب الله سره د اوربند درناوی دې وکړي.
رويټرز او فرانس پرېس اژانسونو د نومبر پر اتمه خبر ورکړی چې اسرایيلو د نومبر پر شپږمه يو ځل بيا په جنوبي لبنان بريدونه وکړل چې هدف یې د ایراني ملاتړ لرونکې حزب الله ډلې د وسلو د زېرمې په نخښه کول وو.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وياند انور الانوني وويل، له اسرایيلو غواړي چې د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک او د ۲۰۲۴م کال د نومبر میاشتې د اوربند د تړون درناوی دې وکړي او سرغړونه دې ترې نه کوي.
نوموړی زياته کړه چې هغوی له ټولو لبناني اړخونو او په ځانګړي ډول له حزب الله هم غواړي چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې حالات نور هم خرابولی شي.
د اسرایيلو پوځ تر بريدونو وړاندې د څلورو کليو خلکو ته د وتلو خبرداری ورکړی وو او ويلي يې ول چې د حزب الله د پوځي ځايونو د نخښه کولو پلان لري.
لبناني پوځ اسرایيل تورن کړي چې غواړي د لبنان ثبات ګډوډ کړي او د اوربند له مخې د پوځ د ځای پر ځای کېدو مخه ونيسي.
د لبنان ولسمشر او ايران دغه بريدونه غندلي دي.