د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۲۴ز کال کې ۳ مېلیونه کسانو په لوېدیځ کې د پناه خواست کړی


په ترکیه کې د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ. (انځور: ارشیف)
په ترکیه کې د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ. (انځور: ارشیف)

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان په یو تازه راپور کې ویلي دي چې په لوېدیزو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د دوسیو شمېر یو نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

د افغانستان، سوریې (شام)، وېنېزویلا، کولمبیا او هند لږترلږه درې مېلیونه وګړو په ۲۰۲۴ز کال کې په لوېديزو هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنې کړې دي.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د نومبر پر درېیمه په خپاره کړي راپور کې ویلي دي چې د پناه غوښتونکو دا شمېر د ۲۰۲۳ ز کال پرتله ۱۳ فیصده زیات دی.

رپورټ لیکي چې د دې درې مېلیونه پناه غوښتونکو لږترلږه نیمايي يې امریکا ته تللي دي.

نېږدې ټول اروپايي هېوادونه لکه بريتانيه، کاناډا، امریکا او جاپان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان غړي دي.

XS
SM
MD
LG