د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کرک کې له پوليسو سره په ډزو کې يو تن وژل شوی دی


په کرک کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ یو شمېر پېښې رامينځ ته شوې دي. (انځور: ارشیف)
په کرک کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ یو شمېر پېښې رامينځ ته شوې دي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا د کرک ضلعې پولیس وايي، هلته له پولیسو سره په نښته کې یو تن وژل شوی دی.

د کرک پوليسو مشر شهباز الاهي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا نښته د درېيم او څلورم نومبر په مينځنۍ شپه رامينځ ته شوې ده.

خبرپاڼه لیکي چې پوليسو ته معلومات ورکړل شوي ول چې د تخت نصرتي په مدکي سيمه کې نامعلومه کسانو پر سړک ناکه لګولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې کله پوليسو ياده سيمه په ولکه کې واخیسته نو وسلوالو پرې ډزې پېل کړې او تر ځوابي ډزو وروسته هلته د یو داسې کس مړی موندل شوی دی چې وسله هم ورسره پرته وه.

پولیس وايي چې د دې کس پېژندګلوي لا نه ده شوې. تر اوسه چا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې او نه هم کومې وسلوالې ډلې د پوليسو پر بيان غبرګون څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG