د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د زېمبابوې خلاف لوبلړۍ وګټله او پاکستان له جنوبي افريقا سره لوبلړۍ برابره کړه


افغان لوبغاړي د اکتوبر پر ۳۱مه په هرارې کې د زېمبابوې خلاف توپوهنه کوي.
افغان لوبغاړي د اکتوبر پر ۳۱مه په هرارې کې د زېمبابوې خلاف توپوهنه کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زېمبابوې ته په پرلپسې دويمه ۲۰ اووريزه لوبه کې په ماتې ورکولو سره د درو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ وګټله.

د دواړو هېوادونو ترمينځ دويمه يو ورځنۍ لوبه د اکتوبر پر ۳۱مه د زېمبابوې د هرارې په لوبغالي کې وشوه.

د زېمبابوې لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په زيان ۱۲۵ منډې وکړې.

په ځواب کې افغان لوبډلې په ۱۸ اوورونو کې د درو لوبغاړو په زيان ۱۲۹ منډې وکړې او لوبه يې وګټله.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۲۹مه هم افغانستان زېمبابوې ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړې وه.

دواړې لوبډلې به خپله درېيمه او وروستۍ ۲۰ اووريزه لوبه د نومبر پر دويمه نېټه کوي.

بل پلو د پاکستان ملي لوبډلې جنوبي افريقا ته په دويمه ۲۰ اووريزه لوبه کې په نهو وېکټو ماتې ورکړه او د درو سياليو لوبلړۍ يې برابره کړه.

د اکتوبر پر ۳۱مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې جنوبي افريقا لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په زيان ۱۱۰ منډې وکړې.

په ځواب کې پاکستان په ۱۴م اوور کې د يو لوبغاړي په زيان ۱۱۲ منډې وکړې او لوبه يې وګټله.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۲۸مه پاکستان جنوبي افريقا ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړې وه.

د دواړو لوبډلو ترمينځ به درېيمه او وروستۍ ۲۰ اووريزه لوبه نن (د نومبر پر لومړۍ نېټه) د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اته او د کابل پر اووه نيمو بجو په لاهور کې کېږي.

XS
SM
MD
LG