د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعيل خان او بلوچستان کې په بريدونو کې مرګژوبله اوښتې ده


د خيبر پښتونخوا او بلوچستان چارواکي وايي چې د نامعلومو وسلوالو په تازه حملو کې يو پوځي سرتېری وژل شوی او د دوو پولیسانو په ګډون ۱۱ کسان زخمیان شوي دي.

د ډېره اسماعيل خان د سټی تاڼې مشر خانزاده خان مشال رېډیو ته ويلي چې د اکتوبر پر ۳۰مه سهار نامعلومو وسلوالو په ټانک اډه کې پر يوه پوځي نایب صوبېدار برید وکړ چې په نتیجه کې يې هغه وژل شوی دی.

بریدګر د پېښې له ځای څخه تښتېدلي دي. د اتحاد مجاهدين حکیم الله مسود نومې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده.

بله پېښه د اکتوبر پر ۲۹ نېټه د بلوچستان په نصير اباد کې شوې ده. هلته نامعلومه وسلوالو پر جعفر اېکپريس څلور توغندي توغولي دي.

د دې ضلعې د پولیسو مشر غلام سرور خبریالانو ته ويلي چې د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه جعفر اېکسپرېس له کوټې څخه د پېښور پر لور راون وو چې د نوتال په سيمه کې ورباندې څلور توغندي وتوغول شول. د ده په خبره، په برید کې د دوو پولیس سرتېرو په ګډون ۱۱ کسان زخمیان شوي چې روغتون ته انتقال کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر ۲۹مه په بیان کې دعوه کړې ده چې د بلوچستان په مستونګ او بلیده سيمو کې يې د عملیاتو پر مهال ۱۸ وسلوال وژلي دي.

خو د دې دعوې په خپلواکه توګه تصديق نه دی شوی او نه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه ويلي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG