د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي افريقا پاکستان ته په لومړۍ ۲۰ اووريزه لوبه کې ماتې ورکړه


د اکتوبر پر ۲۸مه په راولپېنډۍ کې د جنوبي افريقا په لاسونو د پاکستاني توپوهونکي صاحبزاده فرحان وېکټه وويشتل شوه.
د اکتوبر پر ۲۸مه په راولپېنډۍ کې د جنوبي افريقا په لاسونو د پاکستاني توپوهونکي صاحبزاده فرحان وېکټه وويشتل شوه.

د جنوبي افريقا کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د دريو ۲۰ اووريزو سياليو په لومړۍ لوبه کې په ۵۵ منډو ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۲۸مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې جنوبي افريقا لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په زيان ۱۹۴ منډې وکړې.

په ځواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي تر ۱۳۹ منډو کولو وروسته په ۱۹م اوور کې وسوځېدل او لوبه يې بايله.

تر دې وروسته به دواړې لوبډلې خپله دويمه ۲۰ اووريزه لوبه د اکتوبر پر ۳۱مه او درېيمه هغه به د نومبر پر لومړۍ نېټه کوي.

تر هغه وروسته دواړې لوبډلې د دريو ۵۰ اووريزه يا يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ پیلوي چې د نومبر پر څلورمه، شپږمه او اتمه يې لوبې ټاکل شوې دي.

XS
SM
MD
LG