د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د پاکستان وزیراعظم د ځانګړي سلاکار پر حجره لاسي بمي برید شوی


د مبارک زېب پر حجره تر دې وړاندې هم حملې شوې وې.
د مبارک زېب پر حجره تر دې وړاندې هم حملې شوې وې.

پوليس وايي چې د اکتوبر پر ۱۵مه ماخستن مهال په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ غړي او د پاکستان د وزیراعظم د سلاکار مبارک زېب پر حجره د لاسي بم برید شوی چې پکې هېڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.

مبارک زېب پر خپله فېسبوک پاڼه هم لیکلي چې پر حجره يې يو ځلې بیا برید شوی دی. د نوموړي پر حجره دوه ځلې مخکې هم ورته بريدونه شوي ول چې پکې مرګژوبله نه وه اوښتې. تراوسه پورې هېچا د درې واړو بریدونو ذمه واري نه ده منلې.

د مبارک زېب ورور ريحان زېب د ۲۰۲۴ز کال په انتخاباتو کې د پاکستان قامي اسمبلۍ ته ازاد نوماند وو چې د همهغه کال د جنورۍ پر ۳۱مه ناپېژندليو وسلوالو په ډزو وواژه.

د باجوړ په ګډون، په وروستیو کې په شمالي وزیرستان، بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG