د خوست په ځاځي میدان کې د افغانستان د ملي ټېلېوېژن یو خبریال عبدالغفور عابد وژل شوی او د ټېلېويژن دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د اکتوبر پر ۱۵مه د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز مشال رېډیو ته وویل چې عبدالغفور عابد له خپلو دوه نورو ملګرو سره د اکتوبر پر ۱۴مه د ځاځي میدان د خلکو پر حالاتو راپور ورکولو لپاره تللی وو، چې هلته وژل شوی دی. نوموړي داسې مهال هلته وو چې د پاکستانیو او طالب ځواکونو ترمینځ نښتې روانې وې.
د پکتیا او خوست ګڼو خبریالانو د خبریال عبدالغفور عابد پر وژنه خواشیني څرګنده کړې ده. عبدالغفور عابد له شاوخوا ۸ کلونو راهيسې د پکتیا په ملي راډیو ټېلېويژن کې د خبریال په توګه کار کاوه.
د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه په کورمه او چمن کې د پاکستانيو او افغان طالب ځواکونو ترمینځ نښتې شوې وې چې پکې دواړه غاړو پکې د مرګژوبلې تصديق کړی دی. خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن (اکتوبر ۱۵مه) په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو په خواست دواړه هېوادونو نن له شپږو بجو څخه تر راتلونکو ۴۸ ساعته پورې په عارضي ډزبندۍ سلا شوي دي.
بیان زیاتوي چې په دې دوران کې به دواړه غاړې د رغنده خبرو اترو له لارې د دې پېچلې خو د حلېدو جوګه مسيلې د هوارولو لپاره مخلصانه هڅې کوي. خو افغان طالبانو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دې څرګندونو په اړه لا څه نه دې ويلي.