د افغانستان او بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د يو ورځنۍ يا ۵۰ اووريزې لوبلړۍ درېيمه او وروستۍ سيالي کوي.
د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې دغه لوبه د اکتوبر پر ۱۴مه (نن) د پېښور پر وخت د مازيګر پر پینځه او د کابل پر څلور نيمو بجو پيلېږي.
تر دې وړاندې په شويو لومړيو دواړو لوبو کې افغانستان بنګلادېش ته ماتې ورکړې او لوبلړۍ يې ګټلې ده.
تر ۵۰ اووريزو سياليو وړاندې، افغانستان او بنګلادېش درې ۲۰ اووريزه سیالۍ هم وکړې چې ټولې بنګلادېش وګټلې.