د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له بنګلادېشه د يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ وګټله


يو بنګلادېشی لوبغاړی د افغان توپوهونکي توپ راګرځوي ـ انځور له ارشيفه
يو بنګلادېشی لوبغاړی د افغان توپوهونکي توپ راګرځوي ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بنګلادېش ته په پرلپسې دويمه يو ورځنۍ يا ۵۰ اووريزه لوبه کې په ماتې ورکولو سره د درو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ وګټله.

د دواړو هېوادونو ترمينځ دويمه يو ورځنۍ لوبه د اکتوبر پر ۱۱مه د متحده عربي اماراتو د ابوظهبۍ په لوبغالي کې وشوه.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۴۵م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په زيان ۱۹۰ منډې وکړې.

په ځواب کې د بنګلادېش ټول لوبغاړي د ۱۰۹ منډو تر جوړولو وروسته په ۲۹م اوور کې وسوځېدل.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر اتمه هم افغانستان بنګلادېش ته په پينځو وېکټو ماتې ورکړې وه.

د دواړو هېوادونو ترمينځ به درېيمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د اکتوبر پر ۱۴مه کېږي.

تر ۵۰ اووريزو سياليو وړاندې، افغانستان او بنګلادېش درې ۲۰ اووريزه سیالۍ هم وکړې چې ټولې بنګلادېش وګټلې.

XS
SM
MD
LG