د پاکستان او ماليزيا مشرانو غوښتنه کړې ده چې د طالبانو حکومت دي په افغانستان کې يو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
د اکتوبر پر شپږمه د ماليزيا په پلازمېنه کوالالمپور کې د پاکستان وزيراعظم له خپل ماليزيايي سيال انور ابراهيم سره د ملاقات پر مهال د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د خپلې ژمنتیا پخلی کړی دی.
شهباز شریف د روانې اکتوبر له پينځمې تر اوومې نېټې مالیزیا ته په رسمي سفر تللی وو.
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر شپږمه په یوه اعلامیه کې وويل چې دواړو مشرانو په افغانستان کې له طالب چارواکو سره د دوامداره تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وشي او "د افغانستان له خاورې" د نورو هېوادونو پر ضد د کار اخیستو مخه ونیول شي.
هغوی همداراز د افغان ولس د اساسي حقونو د خوندیتوب او د هېواد د باثباته او ټولګډونه راتلونکي د رامينځته کولو د هڅو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په عين حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر اېکس پاڼه د اکتوبر پر اوومه ليکلي دي چې پاکستان له چین، روسیې او ایران سره یوځای په مسکو کې د څلور اړخیزې ناستې پر مهال د يو "باثباته، خپلواک او سوله ييز" افغانستان د ملاتړ ژمنه تکرار کړه او او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید له "ترهګرۍ او بهرني مداخلې" پاک هېواد وي.
هغه زیاته کړې چې په غونډه کې د پام وړ اندېښنه د ترهګرو ګرځول شويو وسلوالو ډلو، ټي ټي پي، بي اېل اې، اي ټي ای اېم، داعش او القاعدې شتون دی. د ده په وینا، هم دغو ګډو اندېښنو ته په کتو د ترهګرۍ او د هغې د هرې بڼې د له مينځه وړلو لپاره د ګډې همږغۍ او همکارۍ پر ارزښټ ټینګار وشو.
تر اوسه د طالبانو حکومت حکومت د پاکستانيو چارواکو بيانونو ته غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې يې په ور وار ويلي دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ يوه هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي او دا چې هلته هېڅ وسلوالې ډلې فعاليت نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن (د اکتوبر پر اوومه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمېټ اوومه غونډه هم پیل شوې ده.
په غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.
په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم په دغه غونډه کې په لومړي ځل په رسمي توګه ګډون کوي.
د روسيې انټرفاکس خبري اژانس ویلي دي چې د غونډې ګډونوال به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي حالت او داراز له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د غونډې په پای کې به یوه اعلامیه خپره کړي.