د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګلادېش له افغانستانه ۲۰ اووريزه لوبلړۍ وګټله


يو بنګلادېشی لوبغاړی د افغان توپوهونکي توپ راګرځوي ـ انځور له ارشيفه
يو بنګلادېشی لوبغاړی د افغان توپوهونکي توپ راګرځوي ـ انځور له ارشيفه

د بنګلادېش کرکټ ملي لوبډلې افغانستان ته په پرلپسې دويمه ۲۰ اووريزه لوبه کې په ماتې ورکولو سره د درو ۲۰ اووريزو سياليو لوبلړۍ وګټله.

د دواړو هېوادونو ترمينځ دويمه ۲۰ اووريزه لوبه د اکتوبر پر درېيمه د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وشوه.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه په او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د پينځو لوبغاړو په زيان ۱۴۷ منډې وکړې.

په ځواب کې بنګلادېشۍ لوبډلې د اتو لوبغاړو په زيان د ۲۰م اوور پر لومړي توپ ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر دويمه هم بنګلادېش افغانستان ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړې وه.

د دواړو هېوادونو ترمينځ به درېيمه او وروستۍ ۲۰ اووريزه لوبه د اکتوبر پر پينځمه کېږي.

تر هغه وروسته به دواړې لوبډلې درې يو ورځنۍ يا ۵۰ اووريزه سيالۍ کوي.

XS
SM
MD
LG