د سوېټزرلينډ په جېنېوا ښار کې د پولیسو او لاریونوالو تر مينځ نښتو کې لږ تر لږه پينځه پولیس ژوبل شوي دي.
د اکتوبر پر دويمه لاریونوال د غزې د بحري کاروان په ملاتړ راوتلي ول خو تر هغه وروسته په تاوتریخوالي واوښتل چې په جېنېوا کې یې د ټرافیکو بهیر په ټپه ودراوه. پولیسو ادعا کړې ده چې لاریونوالو شیان غورځول او ملکیتونو ته یې زیان رساوه، چې بيا وروسته هغوی اړ شول چې پر لاریونوالو یې اوښلن ګيس (ګاز) او اوبه وشیندي.
د لاریونوالو شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته رسېده.
دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر دويمه اسراییليو ځواکونو سلګونه هغه فعالان ونیول چې په شاوخوا ۴۰ کښتیو کې د غزې د محاصرې د ماتولو په هدف غزې تړانګې ته نېږدې شوي ول.
په نیول شویو کې د چاپيريال مشهوره فعاله ګریتا تونبرګ هم شامله ده.